په عراق کې د PKK یو مشر وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i138252-په_عراق_کې_د_pkk_یو_مشر_وژل_شوی
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د عراق په شمال کې د PKK  یا د کردستان د کارګرانو ګوند ډلې د یو مشر د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-09-09T05:27:37+00:00 )
Sep 09, 2023 09:56 Asia/Kabul
  • په عراق کې د PKK یو مشر وژل شوی

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د عراق په شمال کې د PKK  یا د کردستان د کارګرانو ګوند ډلې د یو مشر د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د عراق په شمال کې د PKK  یا د کردستان د کارګرانو ګوند ډلې د یو مشر د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د ترکيې حکومتي ډلې PKK د بېلتون غوښتونکي په توګه پېژندلي او د دوی نوم یې د ترهګرو په لیست کې ور زیات کړ.

ترکیې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۱۸ مه د عراق په شمال کې د متینا، زاب او افشین پاسیان په سیمو کې د کردستان د کارګرانو ګوند یا PKK ډلې د غړو پر ضد عملیات پیل کړل.

بغداد په ځلونو د عراق په شمال کې د ترکیې د پوځ له پوځي او غیر قانوني اقداماتو سره خپل سخت مخالفت څرګند کړی او ملګرو ملتونو ته یې هم په دې اړه له انقرې شکایت کړی.

د TRT خبري چینل په وینا؛ د ترکیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۸ مه) اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د زغروس په سیمه کې د PKK ترهګرې ډلې مشر فرید یوکسل عرف چې په شرزان ماوا مشهور دی، د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

د ترکیې د دفاع وزارت په وینا دغه ترهګر د عراق په شمال کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.