د لودیځې اسیا پېښو ته کتنه
په سر کې د څو مهمو پېښو سرټکې! د اربعین مراسمو کې د څه باندې ۲۲ میلیونه زیارت کوونکو ګډون د صهیونیسټانو او فلسطینیانو ترمنځ د جګړې دوام په ختیځه سوریه کې د جګړې د دوام سره یو ځای د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سفر
د لودیځې اسیا پېښو ته کتنه
په سر کې د څو مهمو پېښو سرټکې!
- د اربعین مراسمو کې د څه باندې ۲۲ میلیونه زیارت کوونکو ګډون
- د صهیونیسټانو او فلسطینیانو ترمنځ د جګړې دوام
- په ختیځه سوریه کې د جګړې د دوام سره یو ځای د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سفر
د تېرې چهارشنبې په ورځ په کربلا کې د اربعین حسیني مراسم ترسره شول.
د تېرې چهارشنبې ورځ چې د اربعین حسیني ع له ورځې سره برابره ده، په همدې موخه ۲۲ میلیونه او نولس زره ۱۴۶ تنه زیارت کوونکي د بېلا بېلو هېوادونو څخه کربلا ته ورغلي وو.
د عبه عباسي په رسمي بیانیه کې ویل شوي چې د یادو زیارت کوونکو شمېر د کربلا ښار په دروزه کې د نصب شویو برېښنایي سیستم پر اساس اعلان شوی او هغه کسان شمېرل شوي چې د صفر میاشتې د لومړۍ نیټه څخه د همدې میاشتې شلمې نیټې پورې د بعداد، نجب، بابل او حسینیه له لارې کربلا ته داخل شوي دي. د دغه اعلامیې د معلوماتو له مخې تیر کال دا شمېر ۲۱ میلیونه او ۱۹۸ زره تنه وو.
د اربعین بهیر چې د صفرې میاشتې له لومړۍ نیټه څخه پيل شوو، د مراسمو پر مهال هیڅ ډول امنیتي پېښه رامنځته نشوه.
په همدې اساس د عراق لومړی وزیر محمد شیعه السوداني د چهارشنبې په ورځ د امام حسین (ع) د اربعین د زیارت مراسمو د بریالیتوب له امله د دغه هېواد امنیتي ځواکونو، زیارت کوونکو، عزادارانو او د عراق خلکو ته مبارکي ورکړه، دغه راز یې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو څخه قدرداني وکړه.
په تېره اونۍ کې د صهیونیسټانو او فلسطینیانو ترمینځ د کړکیچ دوام د لویدیځې اسیا له یوې بلې پېښې څخه وه.
اسرائیلي پوځیانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د جنین په کمپ برید وکړ. دوی د جنین په کمپ کې ازاد فلسطیني محمد نغنغیه له خپل کور څخه ونیوله او له ځآن سره یې یوړه. هغه د شهداء الاقصی د قوماندانانو کاتب، د فتحې غورځنګ د نظامی څانګې غړی او د ازاد فلسطین د دوو شهیدانو ورور دی.
د دغه برید په غبرګون کې یو ۱۷ کلن فلسطینی ځوان په نیواک قدس کې د سړو وسلو په عملیاتو کې درې صهیونیسټان ټپيان کړل.
د قدس په ختیځ کې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند محمد حماده خبر ورکړ چې د سړو وسلو عملیات چې د قدس په زاړه ښار کې ترسره شول، په مسجد الاقصی، د فلسطینیانو په کورونو او یا هم په الخلیل سیمه کې د ازاد فلسطین په میرمنو د تعرض کولو له امله د قدس د دښمنانو د جنایتونو په وړاندې یو طبیعی ځواب دی.
د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټانو له پراخ تاوتریخوالي او دغه راز د فلسطین د مقاومت د عملیاتو له دوام وروسته په نیواکګرو سیمو کې د دغه وضعیت د پایلو په هکله خبرداری زیات شوی دی.
د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د موساد جاسوسي او ترویستي سازمان یوولسم مشر تامیر پردو په خپله وینا کې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیسټي رژیم په چلند نیوکه وکړه او هغه یې «آپارتاید» وباله.
د دغه رژیم د جنګ د وزارت چارواکو او امنیتی ادارو هم د چاودنو او د دغه رژیم د داخلي امنیت وزیر ایتمار بن ګوور له لورې د ترسره شویو اقداماتو له امله د سیمې د حالاتو په اړه د فلسطیني اسراییلو په وړاندې خبرداری ورکړی. د اسرائیلو د جګړې د وزارت چارواکو د اوسني وضعیت په اړه وایي: «په یوه لاس کې د اور لګیدونکي کیپسول او په بل لاس کې اور غورځوونکی دی». نو سیمه به خامخا سوځي.
په همدې حال کې د قدس د نیواکګر رژیم د رسنیو را پور له مخې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دې دمه د لویدیځې غاړې په بېلا بېلو برخو کې د فلسطینیانو په ملیاتو کې ۳۶ صهیونیسټان وزل شوی او ۱۰۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
صهیونیسټی ورځپاڼې معاریو د نیواکګر رژیم اوسني حالات په تیرو دوو لسیزو کې ترټولو بد بللی او لیکي چې له دوهم انتفاضې راهیسی به لومړي ځل داسې حالات رامنځته شوي دي.
د دغه راپور په دوام کې دا هم ویل شوي دی، چې په تیر یو کال کې په جنین، نابلس او نورو کلیو کې پراخ عملیات پیل شوي، خو هغه څه چې د تروريزم په وړاندې د اسرائيلو امنيتي بنسټونه يې حيران کړي، په لودیځه غاړه کې د عملیاتو پراخیدل دي.
تېره اوونۍ هم د سوریې په ختیځ کې د عربو قبایلو او قدس ملېشو ترمنځ نښتې دوام درلود. دا شخړې دوه اونۍ وړاندې پیل شوې او ورو ورو په پراخېدو شوي دي او د عربو قبیلې د دیرالزور ځینې سیمې د قدس د ملیشو له کنټروله په ازادولو کې بریالي شوي دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل المقداد د دغو نښتو د دوام په اړه ویلي: د سوریې حکومت د دیرالزور په ختیځ کې د امریکې د مزدورانو په خلاف په جنګ کې د عربو قبیلو د اقداماتو ملاتړ کوی.
فیصل المقداد زیاته کړې، هغه څه چې د سوریې په ختیځ کې روان دی رسمی بیاناتو ته ضرورت نه لری، ځکه چې د سوریې اتباع د سوریې د ټولو خلکو په استازیتوب د یرغلګرو او له هغوی سره د تړلو وسله والو په خلاف جنګیږی.
المقداد وایي: «امریکایي اشغالګرو دوه ګونې لوبه پیل کړې ده او د سوریې په ختیځ کې د دوو متحدینو ملاتړ کوي.» د هغه په وینا، له یوې خوا دوی د سوریې په خاوره د اشغال د دوام لپاره د ترکیې د یرغلګرو ملاتړ او له بلې خوا د قدس د بیلتون غوښتونکو وسله والو ملاتړ کوي. هغه څرګنده کړه: د امریکا دغه سیاستونه چې ظاهراً متضاد دی، هدف یې د سوریې د خلکو کمزوري کول دی.
د امریکا له نظره، هر هغه څه چې سوریې ته رسیږي منعه دي، ان غنم او درمل هم دغه هېواد ته منعه شوي او دوی اوس يوه ګوله ډوډۍ هم خلکو ته نه پرېږدي.
د سوریې استازي جویده میخائیل ثلجه وایي، کله چې امریکا په سوریه کې د کړکیچ د رامنخته کولو په برخه کې ځآن په میدان کې محاصره او ناکام وویني، له زندانونو څخه د داعش ترهګرو د ازادیدو طرحه تطبیقوي.
هغه په دوام کې وویل: د ترهګرو ډلو د بیا ازادولو سناریو د سوریې د خاورې د بیا نیواک او له ترهګرۍ او داعش سره د مبارزې په دلایلو د هغه هېواد د سرچینو لوټلو ته یوه پلمه جوړول دي.
ثلجه د امریکایانو دغه اقدام په پوهې سره ترسره کوي چې ټولو ته څرګنده ده، خو امریکا او د هغې مزدوران له بربادۍ سره مخ دي او سوریه به متحد پاتې شي.
د صهیونیسټ رژیم د بهرنیو چارو وزیر ایلی کوهن تیره یکشنبه د خپل بحریني سیال د هرکلي لپاره منامې ته ورسید. د دغه رسمي سفر موخه د بحرین چارواکو سره لیدنه او په مناما کط د اسراییلي سفارت دایمی ودانۍ پرانیستل دي.
د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر میاشت کې د بحرین او صهیونیسټی رژیم ترمینځ د اړیکو د نورمال کولو لپاره د امریکې او د یاد هېواد په منځګړیتوب موافقه لاسلیک شوه.
ماناما ته د کوهن سفر په داسې حال کې ترسره شو چې هغه د جولای په میاشت کې یاد هېواد ته د سفر کولو پلان لغوه شوی وو.
د بحرین سرچینو په دغه هیواد کې د بحرین د پادشاه نه شتون د یاد سفر د ځنډیدو لامل بللی وو، خو عربی رسنیو ویلی وو چې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټی رژیم د داخلی امنیت د وزیر«ایتمار بن ګوییر» حمله، منامې ته د کوهن د سفر د ځنډیدو لامل و.
د دغه سفر په ترڅ کې کوهن د دوشنبې په ورځ په منامه کې د اسرائیلو سفارت هم پرانېست او د بحرین له چارواکو سره یې وکتل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعانی بحرین ته د صهیونیسټ رژیم د بهرنیو چارو وزیر د سفر او په منامه کې د دغه رژیم د نوی سفارت د پرانستلو په اړه وویل: په داسې حال کې چې صهیونیسټ رژیم د ژورو او زیاتیدونکو داخلي کړکیچونو او د فلسطینیانو په خلاف د دغه رژیم د ورځنیو جنایتونو په هکله د نړیوالو او د بشري حقوقو د حلقو او فورمونو د مخالفتونو او نیوکو د خپریدو له امله د کمزورتیا، زوال او نسکوریدو په حال کې دی، د دغه رژیم له خوا هر ډول جوړجاړی ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه، د قدس له نیواکګر رژیم سره د اسلامی هیوادونو ملګرتیا له سیاسی عقل څخه لرې او د فلسطین د خلکو د نه جبران کیدونکی حقوقو د ملاتړ لپاره د دغو هیوادونو د انسانی، اخلاقی او نړیوالو مسوولیتونو خلاف ده.