د لبنان د پوځ او د اسرائیلو ترمینځ سخت جنګ وشو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139916-د_لبنان_د_پوځ_او_د_اسرائیلو_ترمینځ_سخت_جنګ_وشو
د المیادین ټیلي ویژن خبریال د نیواکي ټاټوبي( اسرائیلو) او د لبنان ترمینځ سرحد کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو او د لبنان د پوځ ترمینځ د سخت جنګ خبر ورکړ.
(last modified 2023-10-13T23:29:33+00:00 )
Oct 14, 2023 02:24 Asia/Kabul
  • د لبنان د پوځ او د اسرائیلو ترمینځ سخت جنګ وشو

د المیادین ټیلي ویژن خبریال د نیواکي ټاټوبي( اسرائیلو) او د لبنان ترمینځ سرحد کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو او د لبنان د پوځ ترمینځ د سخت جنګ خبر ورکړ.

دغه خبریال د لبنان سرحد ته نږدې د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې د «کیبوتس مسکاف» په نوم په صهیونیسټي ښارګي باندې د ډزو خبر ورکړ.

نوموړي خبریال وویل د ظهر الجمل مرکز ته نږدې چې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په لاس کښې دی او د نیواکي ټاټوبو د شمالي شرحدونو ته نږدې په رامیه او عینا الشعب ترمینځ پروت دی هم ډزې شوي دي.

په  المطله سیمه کښې یو شمیر چاودنې شوي دي او د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د مقاومت د مبارزانو د موندلو لپاره د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

د صهیونیسټ رژيم پوځ د لبنان په جنوبي سرحدونو کښې په الضهیره سیمه  کښې د لبنان د پوځ د پلټنې په یوه برج باندې برید وکړ.

بل خبر دا چې د فلسطین د غزې تړانګې په ملګي وګړو باندې حملو کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دوام سره په ریشون لتسیون او هرتزلیا سیمو د مقاومت ډلو توغندوي حملې وشوې.

صهیونیسټي رسنیو پرون په تل اوویو او ګیر چاپیر سیمو کښې د خطرې د سایرنونو د غږیدا خبر ورکړ.

د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ دغه حملې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د توغندوي حملو په ځواب کښې کړي دي.

صهیونیسټ رژیم کوشش کوي چې د فلسطین د غزې تړانګې خلک له دغه سیمې کوچ وکړي.

د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو رژیم هوايي حملو زیات تاوانونه رسولي دي او ډیر زیات کورونه او ودانۍ یې تباه کړي دي او تراوسه د غزې تړانګې دننه له دوه میلیونو  څخه زیات کسان بې کوره شوي او د ملګروملتونو کیمپونو ته یې پناه وړي دي.

دغه راز د فلسطین د روغتیا وزارت وویل د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د فلسطیني شهیدانو شمیر له نولس سوو څخه زیات شوی چې شپږسوه څوارلس پکښې ماشومان او درې سوه اویا پکښې ښځې دي.