د لبنان حزب الله د اسرائیلو په ټانک برید کړی
Oct 17, 2023 02:02 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل په یوه هدایت شوي توغندي سره یې د قدس د نیواکګر رژیم ( اسرائیلو)د په یوه مرکاوا ټانک باندې حمله کړي ده.
د لبنان حزب الله ویل چې زمونږ مبارزانو د صهیونیسټ رژیم په پینځو مرکزونو باندې بریدونه کړي دي.
د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل چې د لبنان سرحد ته نږدې په سپکو وسلو سره د اسرائیلو په پوځیانو باندې له ډزو وروسته د صهیونیسټ رژیم پوځ هم د لبنان په جنوب د توپونو ډزې وکړې.
ټیګونه