امریکا د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140080-امریکا_د_اسرائیلو_په_جنایتونو_کښې_شریکه_ده
العهد خبري سایټ راپور ورکړ د عراق د الصادقون غورځنګ ویاند محمد البلداوي وویل امریکا د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د نیواکګر رژیم په جنایتونو باندې د سترګو په پټولو سره د فلسطین په غزې تړانګه کښې په نسل وژنه کښې د اسرائیلو رژیم ملګري ده.
(last modified 2023-10-16T22:22:07+00:00 )
Oct 17, 2023 02:38 Asia/Kabul
  • امریکا د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده

العهد خبري سایټ راپور ورکړ د عراق د الصادقون غورځنګ ویاند محمد البلداوي وویل امریکا د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د نیواکګر رژیم په جنایتونو باندې د سترګو په پټولو سره د فلسطین په غزې تړانګه کښې په نسل وژنه کښې د اسرائیلو رژیم ملګري ده.

هغه وویل د فلسطین په غزې سیمه کښې د اسرائیلو د ماشوم وژونکي رژيم د جنایتونو او د نسل وژنې د لیدو لپاره د اسرائیلو سترګې ړندې شوي دي.

البلداوي د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل امریکا د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله چې د جنګي جنایتونو مصداق دي ګډوډ سیاست غوره کړی او واشنګټن په دغو پراخو جنایتونو باندې چې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم لخوا کیږي خپلې سترګې بندې کړي دي.