د ازبکستان ولسمشر باکو ته ورسېد
د ازبکستان ولسمشر د آذربایجان هېواد پلازمېنې باکو ته ورسېد.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د خپل آذربایجاني سیال الهام علي اف په رسمي بلنه د منځنۍ آسیا د هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
نوموړی د دوه ورځني سفر په موخه نن د پنجشنبې په ورځ باکو ته ورسېد.
د "سپیکا" غونډه د منځنۍ آسیا د هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو لومړنۍ ځانګړې غونډه ده، چې د دغه هېواد په باکو ښار کې جوړېږي.
ټاکل شوې د دغه غونډې په ترڅ کې د څو اړخیزو همکاریو لا پراخولي، د سیمه ایزو پروژو ملاتړ لپاره د بودیجې صندوق رامنځته کول، د ټرانسپورتي دهلیز ډیجیټل کولو لپاره د سړک نقشې تصویب، د سوداګرۍ نوښتونو وده او په نورو مسایلو هم بحثونه وشي.
بايد يادونه وشي چې د SPECA پروګرام د ١٩٩٨ کال د مارچ په ٢٦ مه نېټه د تاشکند له اعلاميې سره سم، د اقتصادي همکاريو د پراختيا او په نړيوال اقتصاد کې د سيمه ايزو هېوادونو د ادغام لپاره د مرستې برابرولو په موخه رامنځته شو.
ازبکستان، آذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان د دغه سازمان غړي هېوادونه دي.