کیم: موږ قوي مټې او تېزې سترګې لرو
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد لومړۍ کشفي سپوږمکۍ د قوي مټو او تېزو سترګو په معنی یاده کړې ده.
پیونګ یانګ د سه شنبې په شپه په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته خپله لومړنۍ جاسوسي او کشفي سپوږمکۍ وتوغوله.
د دغې سپوږمکۍ د توغولو په وخت کې کیم جونګ اون د سپوږمکۍ د توغولو ننداره کوله او د دغې سپوږمکۍ د بریالیتوب له لیدلو وروسته یې ټولو هغه کسانو ته مبارکي ورکړه چې د سپوږمکۍ په جوړولو او توغولو کې یې کار کړی وو.
پیونګ یانګ تایید کړه چې په نږدې راتلونکي کې د نورو کشفي سپوږمکیو د استولو پلان لري.
د تسنیم خبري اژانس د معلوماتو له مخې؛ د شمالي کوريا رسمي خبري اژانس د دغه هېواد د ولسمشر کيم جونګ اون له قوله ليکلي: اوس چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت خپله لومړنۍ کشفي سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستوله، نو پوه شئ چې د شمالي کوريا پوځ پياوړي مټې را بډوهلي او تېزې سترګې لري.
ګیم دې ته په اشارې سره چې د شمالي کوریا پوځي ځواک اوس په لسګونو زره دښمنانو ته په کمه سترګه ګوري، زیاته یې کړه چې هېواد یې د ځان د دفاع وړتیاو د ښه کولو لپاره د نورو سپوږمکیو د جوړولو لپاره د دوه چنده هڅو پلان لري.