د لبنان حزب الله د اسرائیلو په اډې برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142882-د_لبنان_حزب_الله_د_اسرائیلو_په_اډې_برید_وکړ
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د صهیونیسټ رژیم په پوځي اډې برید وکړ.
(last modified 2023-12-09T02:44:15+00:00 )
Dec 09, 2023 07:08 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د اسرائیلو په اډې برید وکړ

الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د صهیونیسټ رژیم په پوځي اډې برید وکړ.

حزب الله په یوې خبرپاڼه کښې په مناسبو وسلو سره د صهیونیسټ رژیم په «رامیه» اډې باندې د برید خبر ورکړ.

د لبنان حزب الله غورځنګ وویل مونږ د اسرائیلو په دغه اډې باندې نیغ په نیغه برید وکړ او له کبله یې د صهیونیسټ رژیم یو شمیر پوځيان هلاک او یوشمیر نور هم ژوبل شول.

له بلې خوا د لبنان د حزب الله له حملو سره په یووخت له لبنان سره سرحد ته نږدې د اسرائیلو په « المالکیه» په اډې کښې د خطر سایرنونه وغږول شول.

د دغه راپور پراساس صهیونیسټ رژيم دغه راز دوه ځله د لبنان په جنوب کښې په مینځنۍ برخه کښې د « عینا الشعب» کلي په شاوخوا سیمو باندې بمبارې وکړې.

دغه راز د لبنان حزب الله غورځنګ بیګا د خپلو دریو  غړیو شهادت تائید کړ.

حزب الله وویل پرون یې د «العباد» اډې په شمول د صهیونیسټ رژيم د پوځ په شپږو مرکزونو او اډو بانډې توغندوي او راکټي حملې کړي دي.

حزب الله غورځنګ د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم له بوږنونکو جنایتونو او د غزې له  خلکو د ملاتړ لپاره په تیرو څو ورځو کښې د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې د اسرائیلو په پوځي مرکزونو باندې بریدونه کړي دي چې اوس هم دوام لري.