د لبنان حزب الله په اسرائیلو راکټي بریدونه کړي دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د صهیونیسټ رژیم د پوځ په مرکزونو باندې په راکټونو او بې پایلوټه الوتکو سره حملې وکړې.
د لبنان حزب الله په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژيم له بوږنونکو جنایتونو او په دغه سیمه کښې د ګڼ شمیر فلسطینیانو له شهیدولو وروسته له تیرو څو اونیو راهسې د نیواکي ټاټوبو په شمال باندې ډیر بریدونه کړي دي داسې موضوع چې په دغو سیمو کښې د صهیونیسټانو د ویرې سبب شوي ده.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله پرون په دریو پرله پسې خبر پاڼو کښې د صهیونیسټ رژیم پرضد د ډیرو حملو مسوولیت پرغاړه واخیست.
حزب الله وویل چې په توغندیو او توپونو سره مو د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د عسکرو په مرکزونو په دقت سره حملې کړي دي.
حزب الله زیاته کړه په دریو ځان وژونکو بې پایلوټه الوتکو سره مو د شبعا کروندو شاته جبهې کښې د دښمن په نویو مرکزونو باندې حملې کړي دي او هغه مو ړنګ کړي دي.
د لبنان حزب الله وویل په «الجرداح» اډې مو په مناسبو وسلو سره برید کړی دی.
له دې سره په یووخت د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې سرایا القدس وویل د صهیونیسټ رژيم یوه بې پالوټه الوتکه د غزې تړانګې په شمال کښې غورځیدلي ده.
د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډونو هم وویل په غزې تړانګې کښې د ملکي وګړو وژلې ته په ځواب کښې مو په تل اویو ښار باندې د ډیرو توغندیو بریدونه کړي دي.