حزب الله د فلسطین د مقاومت پایدارۍ پیاوړي کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144476-حزب_الله_د_فلسطین_د_مقاومت_پایدارۍ_پیاوړي_کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام وویل: د لبنان حزب الله په غزې تړانګې کښې د دښمن د یواړخیزه کړچار مخه ونیوله او د فلسطین د مقاومت پایدارۍ یې پیاوړي کړه.
(last modified 2024-01-08T22:02:51+00:00 )
Jan 09, 2024 02:27 Asia/Kabul
  • حزب الله د فلسطین د مقاومت پایدارۍ پیاوړي کړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام وویل: د لبنان حزب الله په غزې تړانګې کښې د دښمن د یواړخیزه کړچار مخه ونیوله او د فلسطین د مقاومت پایدارۍ یې پیاوړي کړه.

هغه بیګا په دې خبرې سره چې د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطین په غزې تړانګه کښې د مقاومت د ځواکونو لومړنی ملاتړی دی وویل :د لبنان  اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د فلسطین له مقاومت څخه د ملاتړ په عملیاتو کښې سترې سرشیندنې کوي.

د محمد عبدالسلام دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې رسنیو بیګا د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژيم  د پوځ په اډې باندې د لبنان د حزب الله د توغندي حملې او هلته د اور د لګیدا خبر ورکړ.

د لبنان حزب الله د صهیونیسټ رژیم د پوځ په مرکزونو باندې په خپلې نوي حملې کښې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د الراهب په پوځي اډې باندې برید وکړ.

له دې حملې وروسته رسنیو یوشمیر تصویرونه خپاره شول چې ښيي له حملې وروسته الراهب اډې اور اخیستی او هغه د لبنان د حزب الله د توغندي حملې له کبله په اور کښې سوځي.