له عراقه د امریکائي عسکرو ویتل اوس اړین شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144514-له_عراقه_د_امریکائي_عسکرو_ویتل_اوس_اړین_شوي_دي
د عراق سیاسی \ سرچینو،په عراق کې دامریکائي پوځيانو د شتون په باب د بحث لپار پرون د شیعیانو د غږمله چوکاټ د ائيتلاف له سیاسی ډلو مشرانو سره دمحمد شیاع السوډاني دیوې مهمې غونډې خبر ورکړ.
(last modified 2024-01-10T00:54:21+00:00 )
Jan 10, 2024 05:20 Asia/Kabul
  • له عراقه د امریکائي عسکرو ویتل  اوس اړین شوي دي

د عراق سیاسی \ سرچینو،په عراق کې دامریکائي پوځيانو د شتون په باب د بحث لپار پرون د شیعیانو د غږمله چوکاټ د ائيتلاف له سیاسی ډلو مشرانو سره دمحمد شیاع السوډاني دیوې مهمې غونډې خبر ورکړ.

فارس خبری اژانس راپور ورکړ،  العربی الجدید خبری سایټ  وئیلی  دي، دغه غونډې له دې وروسته ترسره شوې چې   امریکا په وروسیتو میاشتو کې  د څوم ځل لباره  د الحشد الشعبي  ځواک پر مورچلو  حملې کړي دي او دعراقي ټولنو د کرکې اوغوسې د راپاریدو سبب شوي دي.

دعراق سیاسی سرچینو په وینا،  ټاکل شوې ده ،محمد السوډاني دغږملونکی چوکاټ له مشرانو سره  په دغې ناستې کې د امریکائي پوځیانو د شتون د ختمولو لپاره دډيپلوماټيکې او پوځي کمیټې   د ناستو اوخبرواترو  له وروستیو بدلونونو خبر کړي  او له هغوي سره ئې د امریکایانو د ویستلو لپاره  د اقدام او  د اغیزو په باب  هم خبرې اترې کړی دي.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي و چې محمد السوډاني د امریکایانو به وسیله  د ا النجباء غورځنګ دیوه قوماندان   دابوتقوي السعیدي د ترور له وخت راهسې  نور په عراق وا سورئې کې د امریکا په مورچلو  د حملو دنه کولو لپاره پر عراقی مبارزو ډلو ټپلو  دباؤنه نه اچوي.   

په داسې حال کې چې  دعراق وسلوالې  ډلې ټپلې  د امریکایی  ځواک د ویستلو لپاره  اقداماتو او دباؤ ته دوام ورکوي، د عین الاسد  او الحریز پشمول په عراق کې د امریکایی بوځیانو د  شتون په ځای  مرکزوونو باندې  حملې هماغه شان دوام لري.