د عراق مقاومت ډلو د امریکا په اډې برید وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري رسنیو بیګا وویل د عراق اسلامي مقاومت ځواکونو یوځل بیا په بې پایلوټه الوتکې سره د عراق په لویدیځ کښې د امریکا د عسکرو په «عین الاسد» اډې برید کړی.
د عراق مقاومت ځواکونو د دغه برید د مسوولیت د منلو په ترڅ کښې لومړۍ وویل چې په تیرو څو ساعتونو کښې یې د دوهم ځل لپاره په عین الاسد اډې باندې د بې پایلوټه الوتکې برید کړی دی.
د عراق مقاومت ډلو د دغو دوو احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو ته کومه اشاره نه ده کړي.
د عراق اسلامي مقاومت ډلو په تیرې شنبې ورځې هم د عراق په لویدیځ کښې د امریکا په عین الاسد اډې باندې پراخ راکټي بریدونه کړي وو.
د عراق اسلامي مقاومت ډلو د دغو حملو د مسوولیت په منلو سره ویلي وو چې په دغو حملو کښې زیات راکټونه کارول شوي وو.
په تیرو څو ورځو کښې په عراق او سوریې کښې د امریکا په پوځي اډو باندې څو ځله د بې پایلوټه الوتکو او راکټي او توغندي بریدونه شوي دي.
د عراق اسلامي مقاومت ډلو د فلسطین د مظلومو خلکو په تیره بیا د غزې تړانګې د وسیدونکو پرضد د اسرائیلو رژیم له وحشیانه حملو او جنایتونو او له دغو حملو د واشنګټن له ملاتړونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړی و چې په سیمه کښې به د امریکا په اډو باندې بریدونه وکړي.