الحوثي: امریکا دې د یمن د ولس له ګواښلو ډډه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145398-الحوثي_امریکا_دې_د_یمن_د_ولس_له_ګواښلو_ډډه_وکړي
د یمن د عالي سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي تیره شپه وویل: که امریکا غواړي چې له دې ډیره تاواني نه شي نو د یمن د ولس له ګواښلو دې ډډه وکړي.
(last modified 2024-01-28T04:21:08+00:00 )
Jan 28, 2024 08:45 Asia/Kabul
  • الحوثي: امریکا دې د یمن د ولس له ګواښلو ډډه وکړي

د یمن د عالي سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي تیره شپه وویل: که امریکا غواړي چې له دې ډیره تاواني نه شي نو د یمن د ولس له ګواښلو دې ډډه وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې، الحوثي وویل: که امریکا په سرې بحیرې کښې خپلو کشتیو ته د تاوان نه رسیدو او د خپل حیثیت د ساتلو غوښتل غواړي نو باید صهیونیسټي رژيم د پوځي تیري بندولو او د غزې د تړانګې د کلابندۍ بشپړې ختمونې ته مجبور کړي.

هغه په دې بیان سره چې د یمن وسله وال ځواکونه له غزې څخه ملاتړ ته پوره تیار دي، د امریکې او صهیونیسټي رژیم په خبردارولو سره، په غزې باندې د بریدونو د نه بندیدو په بڼه کښې د ائتلاف په کشتیو د بریدونو د دوام خبره وکړه.

همداشان د یمن د عالي سیاسي شورا جګ پوړي غړي «محمد البخیتي» هم وویل چې د یمن ولس او وسله وال ځواکونه په سره سمندر کښې د امریکايي ائتلاف د ځواکونو له راغونډیدو او د هغوي له توغندیو هیڅ ویره نه لري او د غزې د مقتدرو خلکو له مقاومت او د فلسطیني مقاومت له ډلو په ملاتړ کښې ثابت قدمه دي.

د انصار ا... دغه چارواکي همداشان د امریکايي کشتۍ په خوا کښې دی انګلستان په یوې جنګي کشتۍ د نیغ په نیغه حملې خبر ورکړ.

هغه ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژیم خلاف دغه پوځي عملیات به، په غزې باندې د تیري تر بندیدو پورې جاري وي.

البخیتي په پاې کښې تاکید وکړ: زمونږ ارمان، له امریکایانو سره نیغ په نیغه جګړه ده.

د انګلستان د یوې جنګي کشتۍ هدف ګرځیدو ته د البخیتي اشاره په داسې حال کښې ده چې د «سنټکام» په نامه د امریکې د پوځ د مرکزي قومندانۍ ترهګره سازمان تیره شپه، په سور سمندر کښې په یوې بلې کشتۍ باندې هم د یمن د پوځ توغندوي حمله تایید کړه.

سنټکام ویلي چې د دغې حملې له امله په کشتۍ کښې ستر اور ولګید چې د امریکې، فرانسې او هندوستان د سمندري ځواکونو په مرسته مړ کړی شو.