د امریکا جنګي الوتکو د یمن صعده ښار په نښه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145498-د_امریکا_جنګي_الوتکو_د_یمن_صعده_ښار_په_نښه_کړ
د یمن د انصار ا... غورځنګ د سیاسی دفتر غړی عبدالمالک العجری خبرداری ورکړ چی د تاوتریخوالی زیاتیدل او زمونږ په خلاف حملې به هیڅکله د سره سمندر بحران ته د حل لاره پیدا نکړي.
(last modified 2024-01-30T05:58:36+00:00 )
Jan 30, 2024 10:21 Asia/Kabul
  • د امریکا جنګي الوتکو د یمن صعده  ښار په نښه کړ

د یمن د انصار ا... غورځنګ د سیاسی دفتر غړی عبدالمالک العجری خبرداری ورکړ چی د تاوتریخوالی زیاتیدل او زمونږ په خلاف حملې به هیڅکله د سره سمندر بحران ته د حل لاره پیدا نکړي.

د ایرنا په ویناځینو غیر رسمي سرچینو هم د یمن په پلازمینه صنعا کې د چاودنې غږ اوریدلی دی.

د یمن په شمال کښې د امریکا د جنګی الوتکو حمله په داسې حال کښې کیږی چې د یمن د انصار ا... غورځنګ د سیاسی دفتر غړی عبدالمالک العجری خبرداری ورکړ چی د تاوتریخوالی زیاتیدل او زمونږ په خلاف حملې به هیڅکله د سره سمندر بحران ته د حل لاره پیدا نکړي.

ده  زیاته کړه: زمونږ په خلاف د جنګ زیاتیدل به هم له فلسطینیانو سره د یمن  د مرستو د بندیدو مخه ونه نیسي.

هغه له دې مخکې هم په یمن باندې دامریکا او انګلستان حملو ته په اشارې سره دغه حملې له صهیونیسټ رژیم دملاتړ په دوام کښې وبللې او ویې ویل امریکا دسره سمندر امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی .

ده ټینګار وکړ: یوازې اسرائیلي بېړۍ یا  هغه بېړۍ چې دغه رژیم ته سامانونه لېږدوي له تېرېدو منع دي، خو امریکا په دې لټه کې ده چې دغه حالت ټولو کښتیو ته وغځوي.

د یمن پوځ په تیرو څو اونیو کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د ولس له مقاومت په ملاتړ کښې د صهیونیسټانو څو بیړۍ په سور سمندرګی او د باب المندب تنګی کښې په نښه کړی دی.