عربستان په ځنډ سره د اسرائیلو نسل کشۍ ته غبرګون وښود
زمونږ خبریال راپور راکړی د سعودي عربستان دفاع وزیر «خالد بن سلمان»د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم لخوا په غزې تړانګه کښې د فلسطین د بې دفاع خلکو د نسل کشۍ او د وژلې د یوسل شلو(۱۲۰) ورځو له تیریدا وروسته د جنګ د بندیدا غوښتنه وکړه.
هغه په ریاض کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د پوځي ائتلاف په غونډه کښې په وینا کښې وویل: د فلسطین په ملت باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د حملو دوام واحد او یو هیړ دریځ ته ضرورت لري چې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د رژیم د نسل کشۍ د دوام خنډ شي.
د فلسطین د روغتیا وزارت هم وویل چې د اسرائیلو لخوا د جنګ له پیل راهسې تراوسه اوویشت زره او دوه سوده اته دیرش فلسطینیان شهیدان شوي او شپږشپیته زره او څلور سوه دوه پنځوس نور ژوبل شوي هم دي چې څه د پاسه اویا فیصده یې ښځې او ماشومان دي.
د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه د امریکا په ملاتړونو او د فلسطین له حماس غورځنګ سره د مبارزې په پلمه په غزې تړانګې باندې سختې هوايي او ځمکنې حملې شروع کړي او د دغه سیمې د بې دفاع خلکو وژله یې پیل کړي ده چې له کبله یې تراوسه د غزې تړانګې څه د پاسه یولک کسان شهیدان ، ژوبل او یا بې درکه شوي دي.
په دې موده کښې له ایران پرته د سیمې عربو او مسلمانانو هیوادونو د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په هکله هیڅ پریکنده غبرګون نه دی ښودلی او یوازې اندیښنه یې څرګنده کړي ده او بیانیې یې خپرې کړي دي.