د لبنان حزب الله په اسرائیلو بریدونه وکړل
المنار ټیل ويژن راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په مرکز باندې توغندوي حملې وکړې.
حزب الله غورځنګ په «فلق دوه» ډوله توغندیو سره له لبنان سره په سرحد کښې د اسرائیلو رژیم په «برانیت» کیمپ برید وکړ.
حزب الله دغه راز وویل د نیواکي فلسطین په شمال کښې په « ایون مناحم» صهیونیسټ میشته ښارګي ېې توغندوې حمله کړي ده او نیواکګرانو ته یې پریکنده مرګ ژوبلې اړولي دي.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب اله ځواکونو هم مخکې له لبنان سره په سرحد کښې په « تله الکوبرا» لوړو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د راغونډیدا په مرکز حمله وکړه.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دغه راز د نیواکي فلسطین په شمال کښې په «یرئون» ښارګي کښې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په یوشمیر پوځيانو باندې هم برید وکړ او هغوې ته یې مرګ ژوبلې واړولې.
د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطین د مبارزو ډلو په ملاتړ کښې له تیرو څو اونیو راهسې په پرله پسې ډول د اسرائیلو د نیواکګر رژیم په پوځي مرکزونو بریدونه کوي او تراوسه لسګونه زره صهیونیسټان د حزب الله غورځنګ له حملو څخه د ویریدا په خاطر له سرحدي ښارګیو څخه تښتیدلي دي.