د لبنان حزب الله د اسرائیلو پرضد سلګونو بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145748-د_لبنان_حزب_الله_د_اسرائیلو_پرضد_سلګونو_بریدونه_کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ له پیل راهسې تر پرون ورځې پورې د صهیونیسټ رژیم پرضد د نهه سوه یوشپیتو حملو د ترسره کولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-02-04T23:21:26+00:00 )
Feb 05, 2024 00:10 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د اسرائیلو پرضد سلګونو بریدونه کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ له پیل راهسې تر پرون ورځې پورې د صهیونیسټ رژیم پرضد د نهه سوه یوشپیتو حملو د ترسره کولو خبر ورکړ.

د حزب الله غورځنګ په دغو حملو کښې په ځلونو په توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره د نیواکي فلسطین په شمال( اسرائیلو) کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو او د اسرائیلو رژیم د پوځ په  پوځي اډو باندې بریدونه شوي دي.

د لبنان حزب الله پرون وویل چې د «شبعا» په نیواکي کروندو کښې یې په «رویسات العلم» او «زبدین» اډو باندې د توغندیو بریدونه کړي دي.

د فلسطین د مقاومت ډلو لخوا د طوفان الاقصی د عملیاتو په پیلیدا سره د لبنان حزب الله د نیواکي ټاټوبو په شمال  کښې د صهیونیسټ رژيم د ډیرو عسکرو د بوخت ساتلو او په غزې کښې د مقاومت په ډلو باندې د دباو د کمولو په هدف سره هره ورځ د صهیونیسټ رژيم د هدفونو پرضد درنې حملې او عملیات ترسره کوي.

په دې هکله صهیونیسټي رسنیو په ځلونو اعتراف کړی دی چې د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې هماغه راز برلاسه دی او اسرائیل په دغه سیمه کښې په لومه ښکیل شوی دی.