امریکا په عراق باندې برید سره له اور سره لوبې کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د الحشد الشعبي ډلې مشر« الفیاض» د عراق په خاورې باندې د امریکا د پوځ د جنګي الوتکو تیری له اور سره لوبې کول وبلل.
د عراق په لویدیځ کښې د الانبار ولایت په« القائم »او «عکاشات» سیمو باندې د امریکا د جنګي الوتکو په تیرې شنبې ورځې سهار وختي حملو کښې د څو ملګي وکړو په شمول شپاړس کسان شهیدان او پینځویشت نور ژوبل شوي وو او ځینو هستوګنه ودانیو او شخصي مالونو ته هم تاوانونه رسیدلي وو.
امریکا ادعا کوي چې دغه حمله یې په سوریې کښې په یوې اډې کښې د واشنګټن د دریو عسکرو د وژل کیدا د بدل د اخیستلو لپاره کړي ده.
د عراق په لویدیځ باندې د امریکا د وروستي تیري د شهیدانو د جنازې دستورې پرون د هیواد د خلکو او د الحشد الشعبي ډلې د ځواکونو او د هیواد د ځینو سیاسي چارواکو چې د روغتیا وزیر او د الحشد الشعبي مشر پکښې شامل وو په پراخ ګډون سره وشوې.
د عراق د حشد الشعبي ډلې مشر الفیاض د القائم او د عکاشات سیمو د شهیدانو د جنازې په مراسمو کښې وویل امریکا په الحشد الشعبي ډلې باندې حملو سره له اور سره لوبې وکړې او دغه تیري ته به ځواب ورکړو.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني هم د امریکا په حملو کښې د الحشد الشعبي ډلې د یوشمیر غړیو او د ملکي وګړو شهادت ته په غبرګون کښې عمومي ویر اعلان کړ.
د عراق د پارلمان ریاست د امریکا حملې په کلکه وغندلې او ویې ویل د پارلمان غړي په راتلونکو ورځو کښې د امریکا د پوځ په تیریو باندې د ډیر غور کولو او د عراق د ملي واکمنۍ د خلاف ورزۍ د تکرار د مخنیوي لپاره بیړنۍ غونډې کوي.