ایران د یمن انصارالله ته هیڅ ډول وسلې نه دي ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i150246-ایران_د_یمن_انصارالله_ته_هیڅ_ډول_وسلې_نه_دي_ورکړي
د ایرنا د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی اعلان وکړ چې ایران انصار الله ته هیڅ ډول وسلې نه دی ورکړی د یمن وسله وال ځواکونه د خپل داخلي ځواک په واسطه ترلاسه شوي لوی پوځي وړتیا لري.
(last modified 2024-07-11T22:18:26+00:00 )
Jul 12, 2024 02:41 Asia/Kabul
  • ایران د یمن انصارالله ته هیڅ ډول وسلې نه دي ورکړي

د ایرنا د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی اعلان وکړ چې ایران انصار الله ته هیڅ ډول وسلې نه دی ورکړی د یمن وسله وال ځواکونه د خپل داخلي ځواک په واسطه ترلاسه شوي لوی پوځي وړتیا لري.

 

 په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی د امریکې د هغې ادعا په غبرګون کښې چې د یمن د انصار الله غورځنګ د ناروې د بېړۍ په نښه کولو لپاره د ایران له توغندی استفاده کړې، اعلان وکړ چې ایران انصار الله ته هیڅ ډول وسلې نه دی ورکړی.

اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله ادعا کړې چې د څېړنو پر بنسټ د هغه توغندي  ټوټې  چې په سور سمندرګي کې د ناروې په  تېلو وړونکې بېړۍ ولګېده، د ایران له خوا جوړ شوی و.

د تېر ډسمبر په میاشت کې د یمن انصارالله په سور سمندرګي کې د ناروې د بیرغ لرونکې تېل وړونکې بېړۍ په کروز توغندي په نښه کړه.

د ایرنا د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی اعلان وکړ چې ایران انصار الله ته هیڅ ډول وسلې نه دی ورکړی د یمن وسله وال ځواکونه د خپل داخلي ځواک په واسطه ترلاسه شوي لوی پوځي وړتیا لري.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د استازی د څرګندونو له مخې: د یمن د خلکو په خلاف د جنګ اوږدول د هغوی د وسلو د ظرفیتونو د پراختیا اصلی عامل دی.

په عراق او سوریه کې د امریکا پوځي اډې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۷ راهیسې د بې پیلوټه الوتکو، راکټونو او توغندیو په واسطه په نښه شوي دي.

دعراق او سوریې په شمول د لویدیځې اسیا په سیمو کښې داسلامی مقاومت ډلو او همداراز د یمن پوځونو امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم له حملو او له دغو حملو د واشنګټن له ملاتړ وروسته به په سیمه کښې ددغه هیواد اډې په نښه کړی .

د یمن پوځ په غزې تړانګې کښې د فلسطینی ملت له مقاومت په ملاتړ کښې د صهیونیسټی رژیم څو بیړۍ یا هغه  بیړۍ چې په سور سمندرګی او د باب المندب په تنګی کښې د فلسطین نیواکی سیمو ته ورځي  په نښه کړی دی.

د یمن پوځ ژمنه کړې ده چې د صهیونیسټی رژیم په بیړیو او په سور سمندرګی کښې د نیواک شویو سیمو لپاره په تیریدونکو بیړیو به تر هغو حملو ته دوام ورکوی تر څو چې اسرائیلی رژیم د غزې په تړانګه خپل حملې بندې نه کړی.