د غزې په جنګ کې د ۷ سوه صهیونیسټيانو وژل کېدل
پارس ټوډی – د اسرائیلو پوځ په غزه کې په روانو جګړو کې د خپلو نویو تلفاتو اعلان وکړ.
د اسرائیلو پوځ په غزه کې په روانو جګړو کې د دغه رژیم د دوو نورو پوځیانو وژل او ټپي کېدل منلي دي.
د پارس ټوډی د را پور له مخې؛ د غزې په تړانګه کې په روانو جګړو کې د صهیونیسټ رژیم د ۲۰۲ کنډک یو غړی وژل شوی او د دغه رژیم د انجینری کنډک یو بل سرتیری هم سخت ټپي شوی دی.
په همدې موخه د صهیونیسټي رژیم د پوځ د شمیرو له مخې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمیر ۷۰۰ تنو ته رسیږي چې له دې جملې څخه ۳۳۷ تنه په غزې تړانګې د دغه رژیم د پوځ د ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
بايد يادونه وشي چې په غزې تړانګه کې د مقاومت د جنګياليو د وژل شويو او ټپيانو دقيق شمېر د دغه رژيم د پوځ له اعلان شويو شمېرو څخه زيات دى.
صهیونیسټ رژیم هڅه کوي د خپلو تلفاتو د دقیق شمیر په پټولو سره د صهیونیسټي سیاسي حلقو او صهیونیسټي میشت ځایونو له دباو څخه ځان وساتي او خپلې ناکامۍ پټې کړي.
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې د لویدیځو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره صهیونېسټ رژیم د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف یو نوی ډله ایز قتل عام پیل کړی دی خو کومه موخه چې دوی د برید مخکې اعلان کړې وه، تر اوسه هیڅ پایلې ته ندي رسیدلې.
د وروستیو راپورونو له مخې په غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کې څه دپاسه څلویښت زره فلسطینیان شهیدان شوی او څه دپاسه ۹۲ زره نور ټپیان شوي.
د اسرائيلي رژيم جوړښت په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطين خاورې ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د يهودانو د مهاجرت له لارې رامنځته شو او په ۱۹۴۸ کال کې يې شتون اعلان شو.
له هغه وخت راهیسې د فلسطین د خلکو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د تخصیص لپاره د ډله ایزې وژنې بیلابیل پلانونه ترسره شوي دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت په مشرۍ يو شمېر هېوادونه د اسرائيلو د استعماري رژيم د نسکورولو او خپلو اصلي هېوادونو ته د يهودانو د ستنېدو جدي ملاتړي دي.