د سوریې په سویل کښې چاودنې شپږ تنه زخمي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i152132-د_سوریې_په_سویل_کښې_چاودنې_شپږ_تنه_زخمي_کړل
د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، تېر ماښام د سوریې په جنوب کې د درعا په ښار کې یوې زورورې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان کړل.
(last modified 2024-09-07T06:52:10+00:00 )
Sep 07, 2024 11:19 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، تېر ماښام د سوریې په جنوب کې د درعا په ښار کې یوې زورورې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان کړل.

د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، تېر ماښام د سوریې په جنوب کې د درعا په ښار کې یوې زورورې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان کړل.

د دغې پېښې په ټپيانو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د دې چاودنې لامل او موخه څه وه.

په همدې حال کې د پنجشنبې په ماښام د سوریې د کورنیو چارو وزارت په همدې ښار کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د دغه هیواد د دریو امنیتي ځواکونو د وژل کیدو یادونه وکړه.

درعا د سوریې په جنوب کې پروته سیمه ده، چې له اردن او نیواکي فلسطین سره ګډه پوله لري او له څو کلنو جګړو وروسته بېرته د دغه هېواد پوځ ته وسپارل شوه.