په سیمه کې کوم هیواد اسراییلي وسلو فولاد تامینوي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i153116-په_سیمه_کې_کوم_هیواد_اسراییلي_وسلو_فولاد_تامینوي
پارس ټو ډی - په داسې حال کې چې د ترکیې حکومتي چارواکي ادعا کوي چې صهیونیسټ رژیم ته یې د فولادو صادرات محدود کړي دي، خو احصایې د اسرائیلو رژیم ته د دغه هیواد د فولادو په صادراتو کې سل چنده زیاتوالي خبر ورکوي.
(last modified 2024-10-12T05:39:16+00:00 )
Oct 12, 2024 10:07 Asia/Kabul
  • په سیمه کې کوم هیواد اسراییلي وسلو فولاد تامینوي ؟

پارس ټو ډی - په داسې حال کې چې د ترکیې حکومتي چارواکي ادعا کوي چې صهیونیسټ رژیم ته یې د فولادو صادرات محدود کړي دي، خو احصایې د اسرائیلو رژیم ته د دغه هیواد د فولادو په صادراتو کې سل چنده زیاتوالي خبر ورکوي.

د ترکیې د صادرونکو اتحادیې TIM په یوه راپور کښې اعلان وکړ: په تیرو ۸ میاشتو کښې صهیونیسټ رژیم ته د ترکیې د فولادو صادرات سل برابره زیات شوی دی. د پارس ټوډې د خبر له مخې، ترکي خبریال "متین جیهان" په دې اړه وویل: ترکیه د صهیونیسټي رژیم د پوځ د فولادو د اړتیاوو برابرولو ته دوام ورکوي، خو په ګمرکي اسنادو کې د فلسطین په نوم صادرات په جعلي توګه ثبتوي.

د Middle East Eye وېبپاڼې هم په یوه راپور کې ادعا کړې، چې ترکي سوداګرو اسراییلو ته د ځینو محصولاتو صادرات زیات کړي، ځکه چې حکومت په دې برخه کې سختي  نه کوي .

د الاقصی طوفان له عملیاتو څو ورځې وروسته د ترکیې حکومت اعلان وکړ چې اسراییل ته به د فولادو په ګډون د ځینو محصولاتو صادرات محدود کړي.

اسراییل د خپلو ډله ایزو و وسلو د  جوړولو لپاره فولاد کاروي. د خپرو شویو احصایو له مخې د صهیونیسټي رژیم د فولادو د اړتیاو ۶۵ فیصده د ترکیې له خوا برابریږي.

 

کلیدي ټکي : د اسراییل او غزې جګړه، اسراییل او ترکیه، اسراییل ته د ترکیې صادرات، د ترکیې فولاد، د اسراییلو جرمونه