د لبنان حزب الله د «قادر ۲» توغندي مخکتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i153270-د_لبنان_حزب_الله_د_قادر_۲_توغندي_مخکتنه_وکړه
د لبنان د حزب الله د جنګي اطلاع رسونې ادارې د یوې ویډیو په خپرولو سره، د قادر ۲ په نوم د اسلامي مقاومت د نوي توغندي مشخصات بیان کړل.
(last modified 2024-10-17T03:10:25+00:00 )
Oct 17, 2024 07:32 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د «قادر ۲» توغندي مخکتنه وکړه

د لبنان د حزب الله د جنګي اطلاع رسونې ادارې د یوې ویډیو په خپرولو سره، د قادر ۲ په نوم د اسلامي مقاومت د نوي توغندي مشخصات بیان کړل.

د لبنان د حزب الله د جنګي اطلاع رسونې ادارې د یوې ویډیو په خپرولو سره، د قادر ۲ په نوم د اسلامي مقاومت د نوي توغندي مشخصات بیان کړل.

د حزب الله له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې، د قادر ۲ توغندي قُطر ۶۲۰ میلي میټره او اوږدوالی یې ۸ میټره او ۲۰ سانټي میټره دی.

حزب الله همداشان ویلي چې د یاد توغندي کلي وزن ۳ زره ۲۰۰ کیلوګرامه او د جنګي خولۍ یا وار هیډ وزن یې ۴۰۵ کیلوګرامو ته رسي. دغه توغندی ۲۵۰ کیلومیټره واټن ویشتی شي.

د لبنان حزب الله همداشان ویلي چې قادر۲ نومی توغندی له ځمکې نه په ځمکه د رسا هدف ویشتونکی بالسټک توغندی دی چې د اسلامي مقاومت انجنیرانو جوړ کړی او د جنګړې په ډګرونو کښې استعمال یې د روانې اکتوبر میاشتې له څوارلسمې نیټې پیل شوی دی.