په  امریکائي-صهیونیسټي  جنګ کې  د سورئې سناریو
(last modified Wed, 11 Dec 2024 00:50:09 GMT )
Dec 11, 2024 05:20 Asia/Kabul
  • په  امریکائي-صهیونیسټي  جنګ کې  د سورئې سناریو

هغه  څه چې  د طوفان الاقصی  له وخت څخه رامینځةشوي  او  پیښیدا په حال کې دي ، د فلسطین او لبنان  د ملتونو او او د هغوی د میړني مقاومت او  د صهیونیسټي دښمن  ترمینځ  له دوو اړخیزو  نښتو لا لویه پيښه او همداراز د امریکائي صهیونیسټي حملو او تیریو کې د سورئې سناریو ده .

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د اردن یو شناندی او تکړه لیکوال موفق محادین د سورئې د بدلونونو په باب په یوه یاددښت کې  لیکي ،  د طوفان الاقصی او ددغې لوئې تاریخي حماسې  او د صهیونیسټي استکبار په ناکامولو کې ئې د رول  له اهمیّت  سره سره او د حزب ا...، د یمن  دمبارز ځواک ، دعراق مقاومت  او د ماقومتي چورلیز درستو مبارزانو  لوي ملاتړي رول  اهمیّت ته په پام سره ، البته  دا ټول  د امریکائي صهیونیسټي  پلمو  او د میرمنو ،ماشومانو او عامو خلکو د نسل وژنې  او وحشي قتل عام او په غزې او لبنان کې د  جوماتونو،کلیساګانو ، روغتونوننو او ښونځیو په ضد د  وحشیتو ب لپاره پریکنده دلیل نه دی .

پر دې سربیره ، هغه څه چې  له طوفان الاقصی څخه رامینځةشوي او لا رامینځةکیږي، د امریکائي صهیونیستي تیریو او یرغلونو  په دوام کې د سورئې سناریو  ده.  د میداني عملیاتو د صحنې  په پیل کې له دې لا لویه غمیزه،د سورئې د مقاومتي ډلو  او پوځ د  مورچلو او مرکزونو په ضد د صهیونیسټي رژيم بمبارۍ  او د بیخ بینائي تاسیساتو له مینځه وړل دي، له تدمره رانیولې ، تر حلب ، دمشق، حماه او حمص پورې په یوهیړ  او وربسې د صهیونیسټانو هڅه  څو  ترهه ګر  د انقلابیانو په توګه معرفي کړي او وروسته  پر سورئې یرغلونه وکړل چې غواړي سوریه ټوټه ټوټه  کړي او خلک او ډلې ټپلې سره په  خپلو کې ښکر په ښکر کړي.  

له یوه پلوه  په سیمې کې   دمذهبی تفرقې د رامینځة کولو او د سولې د موافقې په وړاندې د مینځني ختیځ لپاره د سیاسی صحنې په چمتوو کولو کې  امریکائي صهیونیسټي هڅې  دوام لري، څو   دیهودي حکومت په توګه یو اسرائیل په رسمیّت وپيژندل شي او  عربی هیوادونه  له مذهبی ویش سره مخامخ شي. له بل پلوه  مینځني ختیځ د  په جنوب کې  دمینځني ختیځ او په شمال کې  دروسیې او یورو ایشیا  داړیکو د مخنیوي  لپاره د نښتو د ډګر په توګه وبریښول شي،لکه څنګه ئې  ایران د یوه سیمه ایز  ایټمی قدرت په توګه  وبریښوۀ او عربی نړۍ ئې ولیشله  او یوه بل ئې سره ښکیل کړ. او  اوس د سورئې  وضعیّت  هم غواړي ، د لیبیا د برخلیک په څیر له یوې سناریو سره مخ کړي.