د یمن په وړاندې د نتانیاهو غلیمانه خبرې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i155604-د_یمن_په_وړاندې_د_نتانیاهو_غلیمانه_خبرې
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر نتانیاهو د یمن په خلاف د خپلو غلیمانه خبرو په دوام کې دا ځلې ادعا وکړه چي هغه سبق چي مونږ حماس غورځنګ، حزب ا... او د بشار اسد حکومت ته ورکړ، یمن به یې هم تر لاسه کړي.
(last modified 2024-12-26T08:21:20+00:00 )
Dec 26, 2024 12:49 Asia/Kabul
  • د یمن په وړاندې د نتانیاهو غلیمانه خبرې

د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر نتانیاهو د یمن په خلاف د خپلو غلیمانه خبرو په دوام کې دا ځلې ادعا وکړه چي هغه سبق چي مونږ حماس غورځنګ، حزب ا... او د بشار اسد حکومت ته ورکړ، یمن به یې هم تر لاسه کړي.

نتانیاهو په خپله ایکس پاڼه کې ادعا وکړه چي مونږ خپلو دښمنانو ته چي فکر کوي زمونږ ژوند تریخولایشي، دردوونکې ګوزارونه ورکوو او دا به له ټولو دښمنانو سره وکړو.

هغه ادعا وکړه چي د یمن انصارا.. به هم د حماس، حزب ا... او د بشار اسد د حکومت په شان سبق تر لاسه کړي، که څه هم وخت اخلي خو دا به ټولې لوېدیځې اسیا لپاره سبق شي،.

دا په داسي حال کې دی چي په دې وروستیو ورځو کې امریکا او انګلیس په یمن باندې پراخې بمبارۍ وکړې خو سره له دې یمن نه یوازې د فلسطین له ملاتړه لاس نه دی اخیستی بلکې د اسرائیل رژیم په زړه تل ابیب باندې روزانه په هایپرسونیک توغندیو او بې پیلوټو الوتکو سره بریدونه کوي.