اسراییلي الوتکو په غزه کې پر کډوالو بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i155730-اسراییلي_الوتکو_په_غزه_کې_پر_کډوالو_بریدونه_کړي
تهران راډیو ـ له غزې څخه را پورونه وایي، د غزې په شمال کې د «بیت حانون» په ښارګوټی باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځ تازه بریدونه پیل شوي.
(last modified 2024-12-30T05:48:59+00:00 )
Dec 30, 2024 10:17 Asia/Kabul
  • اسراییلي الوتکو په غزه کې پر کډوالو بریدونه کړي

تهران راډیو ـ له غزې څخه را پورونه وایي، د غزې په شمال کې د «بیت حانون» په ښارګوټی باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځ تازه بریدونه پیل شوي.

د دغه را پورونو له مخې؛ د یاد رژیم ځواکونو دغه ښارګوټی د سختو توپونو او هوايي بریدونو لاندې نیولی، چې له امله یې ګڼ شمېر کورونه له یاد ښارګوټې څخه وتلو ته اړ شوي.

د یو بل خبر له مخې؛ د صهیونیسټي پوځیانو له خوا روغتون ته د لیږدولو په حال کې ناروغ فلسطینیان نیول شوي.

صهیونیسټی پوځیانو چې د غزې په شمال کې خپلو وحشیانه اقداماتو ته دوام ورکوی، یو شمیر ناروغان یې په داسې حال کې ونیول چې د اندونیزیا له روغتون څخه د غزې ښار شفا روغتون ته د انتقال په حال کې وو.

په همدې حال کې د دغه رژیم له لورې په الوفاء روغتون باندې بمبارۍ ترسره شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ دغه هوایي بریدونه چې تیره ورځ ترسره شوي، په ترڅ کې اوه تنه فلسطیني وګړي شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د صهیونیست رژیم له لورې په روغتیایي مرکزونو بریدونه غندل شوي او زیاته کړې، دغه سازمان په ټول توان په غزه کې د روغتیایي وضعیت د ښه کېدو په هڅه کې دی.