اسراییلي الوتکو په غزه کې پر کډوالو بریدونه کړي
تهران راډیو ـ له غزې څخه را پورونه وایي، د غزې په شمال کې د «بیت حانون» په ښارګوټی باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځ تازه بریدونه پیل شوي.
د دغه را پورونو له مخې؛ د یاد رژیم ځواکونو دغه ښارګوټی د سختو توپونو او هوايي بریدونو لاندې نیولی، چې له امله یې ګڼ شمېر کورونه له یاد ښارګوټې څخه وتلو ته اړ شوي.
د یو بل خبر له مخې؛ د صهیونیسټي پوځیانو له خوا روغتون ته د لیږدولو په حال کې ناروغ فلسطینیان نیول شوي.
صهیونیسټی پوځیانو چې د غزې په شمال کې خپلو وحشیانه اقداماتو ته دوام ورکوی، یو شمیر ناروغان یې په داسې حال کې ونیول چې د اندونیزیا له روغتون څخه د غزې ښار شفا روغتون ته د انتقال په حال کې وو.
په همدې حال کې د دغه رژیم له لورې په الوفاء روغتون باندې بمبارۍ ترسره شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه هوایي بریدونه چې تیره ورځ ترسره شوي، په ترڅ کې اوه تنه فلسطیني وګړي شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د صهیونیست رژیم له لورې په روغتیایي مرکزونو بریدونه غندل شوي او زیاته کړې، دغه سازمان په ټول توان په غزه کې د روغتیایي وضعیت د ښه کېدو په هڅه کې دی.