حماس غورځنګ:
د ایران او د مقاومت له محوره منندوی یو
د فلسطین د اسلامی مقاومت حماس غورځنګ جګپوری غړی له ایران او مقاومت محور څخه په قدرونې سره، اعلان وکړ چي د طوفان الاقصی د عملیات اثرات به د جنګ له بندېدو سره، له مینځه لاړ نه شي
د حماس د غورځنګ جګپوری غړی او د مذاکره کوونکو پلاو مشر خلیل الحیه د اوربند د هوکړې په هکله وویل: طوفان الاقصی عملیات د فلسطین په آرمان کې یوه تاریخي پړاو رامینځته کړ.
الحیه د دې په بیانولو سره چي د طوفان الاقصی د عملیات اثرات به د جنګ له بندېدو سره، ختم نه شي، زیاته کړه، هغه څه چي د حماس غورځنګ د قاسم کنډکونو د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر په میاشته کې وکړه، په اسرائیل رژیم باندې د یوه وژونکې ګوزار په توګه به په تاریخ کې ثبت شی.
د حماس غورځنګ دغه مشر په دې باندې په ټینګار سره چي زمونږ ولس هغه کسان چي په نسل وژنه کې ګډون وکړه نه هیروي او نه یې هم بخښي، اعلان وکړ: زمونږ ځواکونه په داسي کلک هوډ او ځواک سره، له دښمن سره د جنګ میدان ته ور ودانګل چي د هغه په شان هیڅکله هم نړۍ نه وه لېدلې.
الحیه همدارنګه د لبنان له حزب الله، د عراق له مقاومت او د یمن له انصارالله غورځنګ څخه له غزې څخه د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او همداشان د فلسطین له ولس او مقاومت څخه د ملاتړ او په اسرائیل رژیم باندې د دوو پراخو عملیاتونو، په خاطر د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه وکړه.
د حماس مشر د دې په بیانولو چي د جنین په کېمپ کې، قدس شریف او نیواکې ټاټوبو کې مجاهدینو هم له مقاومت څخه په ملاتړ کې پراخ رول لوبولي دي، جوته کړه: مونږ د خپلو وړونو په مدد سره، بیا ځلې د غزې د رغولو وړتیا لرو.
الحیه یادونه وکړه چي قدس او الاقصی به د مقاومت لارښوونکي وي او د نیواکې ټاټوبو تر ازادی پورې به مقاومت دوام وکړي.