د عراق ولسمشر: ترکیه دې په عراق کې لاسوهنه بنده کړي
پارس ټوډی ـ د عراق ولسمشر عبداللطیف راشد له ترکیې وغوښتل چې په عراق کې له لاسوهنې لاس واخلي.
د عراق ولسمشر «عبداللطیف رشید» د دغه هیواد په چارو کښې د ترکیې په لاسوهنو باندې په نیوکې سره وویل: له بده مرغه د ترکیې ځواکونه لاهم په کردستان سیمه کښې زمونږ په چارو کښې لاسوهنه کوي. مونږ له ترکیې غواړو چې دغه دخالتونه پریږدي».
«عبداللطیف رشید» له بلومبرګ امریکايي رسنۍ سره په مرکه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې عراق یو خپلواک هیواد دی، زیاته کړه: بغداد به هیڅوک پرې نږدي چې د عراق حاکمیت کمزوری کړي.
ترکیه له ډیرې مودې راهیسې د ترکیې د کردستان د کاګرانو ګوند (پي، کی، کی) له کسانو سره د مقابلې په پلمه چې د دغه هیواد د ترهګرو ډلو په نوملړ کښې شامله ده، د عراق د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي کوي. بغداد، د عراق په شمال باندې د ترکیې بریدونه، په کراتو د نیواکګرۍ نمونه بللې.
د عراق ولسمشر په دغې مرکې کښې همداشان ایران، د عراق لپاره یو ستر او مهم ګاونډی وباله او ویې ویل: د بغداد او تهران اړیکې ورورولیزې دي او د دواړو هیوادونو خلک له ټولنیز، دیني او حتی کورنیو له نظره په خپلو کښې اړیکې او خپلولۍ لري.