صهيونيسټ رژيم په لويديځه غاړه كې كوم ناوړه اهداف تعقيبوي؟
پارس تودي – صهیونیسټي رژیم د لویدیځې غاړې په بېلا بېلو سیمو کې خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکوي.
صهیونیسټ رژیم په غزه کې له اوربند سره په څنګ کې په لویدیځې غاړې په تیره بیا په وروستیو ورځو کې په پوځي بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی.
فلسطیني سرچینو اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم بې پیلوټه الوتکې په لویدیځه غاړه کې د طولکرم کمپ په نښه کړ او د صهیونیسټي پوځیانو نور ځواکونه یې د جنین ښار ته داخل کړل .
دغو سرچینو په تلکرم ښار او د هغه په څنډو کې د شلمې ورځې د حملو د دوام خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې یرغلګرو د طولکرم کمپ ته څیرمه کورونه تر خپل کنټرول لاندې راوستی او په یوه پوځی قرارګاه یې بدل کړي دي.
صهیونیسټي نیواکګرو د اوسیدونکو محاصره سخته کړې، هغوی له سیمې څخه له وتلو منعه کړي، ترڅو خپل ضروري شیان راوړي، دغه راز د جنین په ښار او د هغه په کمپ یې د ۲۶مې ورځې حملو ته دوام ورکړی.
د را پورونو له مخې؛ په دغو بريدونو کې د يرغلګرو د بريدونو له امله ٢٥ تنه شهيدان او په لسګونو نور ټپيان شوي دي او دغه راز یې ودانۍ او ساختمانونه هم ویجاړ شوي دي.
په عین حال کې د فلسطین د سرې میاشتې ادارې اعلان وکړ چې د بیت المقدس په «المنیا» سیمه کې د فلسطینیانو په کورونو د میشتو فلسطینیانو د حملې په نتیجه کې یوشمیر کسان ټپیان شوي، چې روغتون ته لیږدول شوي دي.
له بلې خوا صهیونیسټی پوځ د لویدیځې غاړې په شمال کې د «جینین» ښار ته نور پوځي تجهیزات او پوځیان استول شوي دي.
د فلسطیني سرچینو هم په بیت لحم ښار کې د الدهشیه په کمپ د صهیونیسټي پوځیانو د حملې خبر ورکړی دی .
د صهيونېسټ رژيم درېیمې جنګي لوا د لويديځې غاړې په شمال کې د جنين، طولکرم او طوباس په نومونو په دريو بېلا بېلو ځآیونو کې فوځي حملو ته دوام ورکوي او د صهيونېسټ رژيم د داخلي امنيت اداره "شاباک" هم له فوځ سره په دغه عملياتو کښې ګډون کوي.
سربیره پردې، په وروستیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره، د اسراییلو پوځ د لویدیځې غاړې په شمال کې په یو شمیر میشت ځایونو کې خپل زغره وال پرسونل ځای پرځای کړي دي.
سربیره پردې، په وروستیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره، د اسراییلو پوځ د لویدیځې غاړې په شمال کې په یو شمیر میشت ځایونو کې خپل زغره وال پرسونل ځای پرځای کړي دي.
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر په اوه ویشتمه په غزې تړانګې کې د فلسطین د مقاومت د ډلو لخوا د الاقصې په نامه د عملیاتو له پیلیدو وروسته د صهیونیسټ رژیم لخوا ترسره شوی نسل وژنې جنایتونه نن د لویدیځې غاړې په شمال کې چې د فلسطینیانو د پراخې بې ځایه کیدو شاهد دی، ترسره کیږي.
صهیونیسټي پوځ د لویدیځې غاړې په شمال کې د فلسطینیانو په کمپونو کې له فعالو فلسطیني ډلو او سازمانونو سره د مقابلې او د صهیونیسټي میشت ځایونو په خلاف د فلسطینیانو د هرډول اقدام د مخنیوي په موخه خپل پوځي حملې زیاتې کړي دي.
د صهیونیسټانو بله ناوړه موخه د لویدیځې غاړې په شمال کې د فلسطیني کډوالو د کړکیچ دوام دی.
د صهیونیسټانو له وحشیانه حملو سره سره دفلسطین د خلکو له لورې نه یواځې د مقاومت ډلې سره د هغوی ملاتړ او همکاري ونه دریده، بلکې په لویدیځه غاړه کې د حماس ډلو محبوبیت لا زیات شوی دی.
په داسې یو حالت کې صهیونیسټ رژیم د فلسطین د مقاومت په وړاندې د مایوسۍ او په غزه کې د خپلو دسیسو او شومو اهدافو د ناکامۍ په نتیجه کې په لویدیځه غاړه کې د کړکیچ رامینځته کولو ته مخه کړې ده، ملګرو ملتونو په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې د لویدیځې غاړې په شمال کې د اسرائیلي پوځ ویجاړونکو عملیاتو "په دې سیمه کې د فلسطیني کډوالو کمپونه بې ځایه کړي او څو څو یې ځله د خلکو د بې ځایه کیدو لامل شوي دي."
په زور د فلسطینیانو د بې ځایه کولو هڅه په غزه کې د میشت ځایونو د پراخولو لپاره د صهیونیسټانو د پلان اصلي هدف دی چې تراوسه نه دی ترلاسه شوی.
په دې حالت کې صهیونیسټان په لویدیځه غاړه کې د جنګ د زیاتیدا په لټه کې دی چې په غزه کې د خپلو خیانتونو په بدل کې له ماتې سره مخ شي .
د غزې جګړې وښودله چې د فلسطینیانو هویت به د بې ځایه کیدو او نسل وژنې په واسطه له منځه لاړ نشي.
له همدې امله، د لویدیځې غاړې د جګړې په ګډون د فلسطین د بې ځایه کیدو او جګړې او نسل وژنې ټول پلانونه د پیل څخه د مخه ناکام شوي.