حماس څنګه په خپلې رسندویې هوښیارۍ سره نتانیاهو را ګیر کړی دی؟
-
د حماس رسندویې هوښیارتیا
پارس تودی- د صهیونیستي رژیم د فوځي چارو یوه کارپوه هغو ویډیوګانو ته په اشارې سره، چي د فلسطین مقاومت د صهیونیستو اسیرانو په اړه خپروي، د دغو اقداماتو اثرات څېړلي دي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم د فوځي چارو شناند او کارپوه له صهیونیستي اسیرانو څخه د خپره شویو ویډیو اثراتو ته په اشارې سره، وویل:مقاومت د اسیرانو مساله او رسندویې فشار په هوښیارتیا او اقتدار سره مخته وړي.
هغه ټینګار وکړ: هغه ویډیوګانې چي مقاومت خپروي، ډېر مهم دي او د اسیرانو لالهاندي ښیي او صهیونیستانو ته دا پیغام رسوي چي وخت مو په ختمېدو دی.
له صهیونیست اسیرانو څخه د مقاومت له لورې د ویډیوګانو د خپرولو سم مهالوېش ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: مقاومت تل نیواکګرو ته د دې پیغام د رسولو په لټه کې ده چي په غزې باندې وحشیانه بمبارۍ د لا زیاتو صهیونیستي اسیرانو د وژل کېدو لامل دی.
د فوځي چارو دغه صهیونیست کارپوه په دوام کې په غزې کې د صهیونیستي اسیرانو وژل کېدا، د نتانیاهو هدف وبلله او وویل: نتانیاهو غواړي د شاوول ارون او هدار ګولدین د دوسیې په شان، بیا ځلې همغه چل وکړي، کله چي یاد دوه صهیونیستان اسیران شوي وو، نتانیاهو په همهغه لومړیو شېبو کې وویل چي دوی وژل شوي دي، څو د هغوی د خوشي کولو له غمه خلاص شي، اوس هم غواړې په ورته کار، ځان د حماس په لاس کې د صهیونیستي اسیرانو د خوشي کولو له مسئولیته وژغوري.
هغه د دې په بیانولو سره چي اوس مهال د صهیونیستي رژیم زیات شمېر فوځیانو په غزې کې د روانې جګړې له دوام سره مخالفه دي، وویل: له جنګ سره د صهیونیست رژیم د فوځ د رزرو د ځواکونو مخالفت یوازې د اسیرانو د خوشي کولو له مسلې سره نه دی تړلی بلکې هغوی نور د جنګ له زیانونو او مرګژوبلو ستړي شوي دي. رزرو ځواکونه اوس سختو اقتصادي ستونزو او نورو مسائلو سره لاس په ګرېوان شوي دي، د نتانیاهو د لاسه د رزرو سیسټم د پاشلتیا په لورې روان دی، حال دا چي د غزې په جنګ کې د رزرو ځواکونو رول ډېر زیات اهمیت لري. د مقاومت له خوا د صهیونیستي اسیرانو د ویډیوګانو خپرېدا، هم په دې بهیر کې د مخالفتونو د لا زیاتېدو لامل شوی دی.
ابوالعدس په پای کې وویل: زما په اند د نتانیاهو په خلاف اقدامات به ډېر زیات شي، هر څومره چي نتانیاهو د خپلو مخالفانو پّ وړاندې خپل اقدامات زیات کړي، په همهغه اندازه هم د اعتراضاتو لمنه به پراخه او تاوتریخجنه شي.