امریکايي الوتکو د یمن په دریو ولایتونو بمباري کړې
(last modified Fri, 25 Apr 2025 02:51:17 GMT )
Apr 25, 2025 07:21 Asia/Kabul
  • امریکايي الوتکو د یمن په دریو ولایتونو بمباري کړې

د امریکا جنګي الوتکو بیګا بیا د یمن په صنعا، مارب او عمران ولایتونو بمباري وکړه.

د یمن د المسیره تلویزیون په حواله د ایرنا د ننني رپورټ له مخې ، د امریکا جنګي الوتکو د تیره شپه د دې هیواد د پلازمینې صنعا ولایت په الحمیمه او مناخه سیمو بریدونه وکړل.

د راپور له مخې، د امریکا جنګي الوتکو همداشان د یمن په مرکزي برخه کې د مارب ښار په "مدغل" سیمې باندې څلور ځله بمباري هم کړې ده.

المسیره زیاته کړه: د عمران ولایت د سفیان سیمه هم د یمن په شمال کې دوه ځله د امریکایي جنګي الوتکو لخوا بمباري شوې ده.

المسیره دې ته اشاره وکړه چې دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د یمن وسله وال ځواکونه د صهیونیسټ دښمن د ګټو او په سره سمندر او عدن خلیج کې د یرغلګرو د اهدافو په وړاندې خپل بې ساري بریدونه جاري ساتي.

 هغه زیاته  کړه: "په یمني ولایتونو باندې د امریکا هوایي بریدونه د مقاومت لرونکو یمني خلکو د ارادې د ماتولو لپاره د واشنګټن د بې وسه هڅو ښودنه کوي چې."