صهیونیسټ رژیم څو فیصده غزه ورانه کړي ده؟
(last modified Thu, 10 Jul 2025 05:56:40 GMT )
Jul 10, 2025 10:26 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم څو فیصده غزه ورانه کړي  ده؟

پارس ټوډی – د اروپا – مدیترانې د بشري حقوقو څارونکي موسسې په یوې خبر پاڼه کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د غزې د تباه کیدا په اندازې غور کړی دی.

د اروپا – مدیترانې د بشري حقوقو څارونکي موسسې پرون په یوې خبر پاڼه کښې وویل چې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګه کښې له فلسطینیانو سره په ډله ئیزو زندانونو کښې د نیول شویو کسانو په توګه چلند کړی دی.

دغه موسسې ډاګینه کړه: په یوې داسې سیمه کښې د نفوسو ګڼه ګوڼه چې په غزې کښې څه د پاسه دوه اعشاریه درې میلیونو خلکو  د وسیدا سبب شوي ده د ځمکې پرمخ په هیڅ هستوګنه سیمې کښې نه ده ثبت شوي.

د اروپا – مدیترانې د بشري حقوقو څارونکي موسسې زیاته کړه د اسرائیلو پوځ په زوره د خلکو د کډوالو په حکم یا غیر قانوني  پوځي کنټرول سره د غزې تړانګې پینځه اتیا فیصده خاوره په بندو سیمو بدله کړي ده.

دغه موسسې ډاګینه کړه: هغه سیمې چې فلسطینیان ورته شړل کیږي او اسرائیل یې د امنه کیدا ادعا کوي د نوي مرګ په لومو کښې له ښکیلیدا پرته بل څه نه دي.

د اروپا- مدیترانې د بشري حقوقو موسسې ټینګار وکړ: اسرائیل په زوره د فلسطینیانو د کوچولو له لارې هڅه کوي چې د نفوسو بدلون رامینځته کړي او غزې تړانګه له خلکو په یوې خالي او تر بشپړه پوځي کنټرول لاندې په یوې سیمې بدله کړي.

د اروپا- مدیترانې د بشري حقوقو د موسسې د راپور پراساس د غزې تړانګې د څه د پاسه دوه نوي فیصده کورونو تباه کیدل او د غزې تړانګې د څه د پاسه اتیا فیصده ښوونځيو په کلي یا جزیي ډول تاواني کیدل د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې مستند شوي دي.

اسرائیلو له دوه زره درویشتم میلادي کال راهسې د غزې تړانګې ټول پوهنتونونه تباه کړي دي او کوڅې  ، ښارونه ، کلي او کیمپونه یې په کامل ډول له نقشې حذف کړي دي.