د اسرائیلو لومړی وزیر د کولمو پړسوب په ناروغۍ اخته شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162608-د_اسرائیلو_لومړی_وزیر_د_کولمو_پړسوب_په_ناروغۍ_اخته_شوی
د اسرائیل لومړي وزیر نیتن یاهو د کولمو پړسوب او د وجود د اوبو د کمښت په ناروغۍ اخته شوی دی.
(last modified 2025-07-21T04:13:45+00:00 )
Jul 21, 2025 08:41 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو لومړی وزیر د کولمو پړسوب په ناروغۍ اخته شوی

د اسرائیل لومړي وزیر نیتن یاهو د کولمو پړسوب او د وجود د اوبو د کمښت په ناروغۍ اخته شوی دی.



د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ۷۵ کلن نیتن یاهو تېره شپه ناروغ شوی و.


د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر وايي، طبي معایناتو پر مهال په نیتن یاهو کې د کولمو پړسوب او د اوبو کمښت نښې موندل شوي.


د دفتر په وینا، د ډاکټر په مشوره به نیتن یاهو درې ورځې استراحت وکړي او په دې موده کې به له کوره دولتي چارې پرمخ وړي.