حماس غورځنګ له اسرائیلو سره د هوکړې لاسلیکېدو خبر تائید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165674-حماس_غورځنګ_له_اسرائیلو_سره_د_هوکړې_لاسلیکېدو_خبر_تائید_کړ
د حماس غورځنګ تېره شپه اعلان وکړ چې د قطر، مصر او ترکیې په منځګړیتوب، د غزې تړانګې پر ضد د جګړې د پای ته رسولو لپاره موافقه ترلاسه شوې ده.
(last modified 2025-10-09T11:18:41+00:00 )
Oct 09, 2025 15:46 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ له اسرائیلو سره د هوکړې لاسلیکېدو خبر تائید کړ

د حماس غورځنګ تېره شپه اعلان وکړ چې د قطر، مصر او ترکیې په منځګړیتوب، د غزې تړانګې پر ضد د جګړې د پای ته رسولو لپاره موافقه ترلاسه شوې ده.

د حماس په اعلامیه کې راغلي چې په یاده موافقه کې «د جګړې بشپړ ختمېده، د غزې له تړانګې څخه د اشغالګرو ځواکونو وتل، د بندیانو تبادله او دې سیمې ته د بشري مرستو ننوتل» شامل دي.

حماس د «قطر، مصر او ترکیې د منځګړیتوب هڅو» څخه د مننې ترڅنګ، د «جګړې د درولو په هڅو» کې د امریکا د ولسمشر له رول څخه هم ستاینه وکړه.

دې غورځنګ له ټرمپ او د هوکړې له ضمانت کوونکو هېوادونو وغوښتل چې «نیواکګر رژیم دې د خپلو ژمنو په بشپړه توګه عملي کولو ته اړ باسي» او خبرداری یې ورکړ چې اسرائیلو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې «له هوکړې څخه تېر شي یا د هغه په اجرا کې خنډ جوړکړي».

حماس ټینګار وکړ چې د فلسطین د ولس لویو سرشیندنو او مقاومت زمونږ د ولس د تسلیمولو او د کوچولو لپاره د اشغالګرو هغه پلانونه ناکامه کړل چې زموږ خلک تسلیم کړي او کډوال یې کړي» او زیاته یې کړه: «دا قربانۍ به هیڅکله بې پایلې پاتې نه شي او موږ به خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شو».

د اعلامیې په پای کې، دې غورځنګ یو ځل بیا «د فلسطین د ولس ملي حقونو ته د بشپړ ژمنتیا، تر هغه چې ازادي، خپلواکي او د خپل برخلیک د ټاکلو حق ترلاسه شي» ټینګار وکړ.