حماس غورځنګ له اسرائیلو سره د هوکړې لاسلیکېدو خبر تائید کړ
د حماس غورځنګ تېره شپه اعلان وکړ چې د قطر، مصر او ترکیې په منځګړیتوب، د غزې تړانګې پر ضد د جګړې د پای ته رسولو لپاره موافقه ترلاسه شوې ده.
د حماس په اعلامیه کې راغلي چې په یاده موافقه کې «د جګړې بشپړ ختمېده، د غزې له تړانګې څخه د اشغالګرو ځواکونو وتل، د بندیانو تبادله او دې سیمې ته د بشري مرستو ننوتل» شامل دي.
حماس د «قطر، مصر او ترکیې د منځګړیتوب هڅو» څخه د مننې ترڅنګ، د «جګړې د درولو په هڅو» کې د امریکا د ولسمشر له رول څخه هم ستاینه وکړه.
دې غورځنګ له ټرمپ او د هوکړې له ضمانت کوونکو هېوادونو وغوښتل چې «نیواکګر رژیم دې د خپلو ژمنو په بشپړه توګه عملي کولو ته اړ باسي» او خبرداری یې ورکړ چې اسرائیلو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې «له هوکړې څخه تېر شي یا د هغه په اجرا کې خنډ جوړکړي».
حماس ټینګار وکړ چې د فلسطین د ولس لویو سرشیندنو او مقاومت زمونږ د ولس د تسلیمولو او د کوچولو لپاره د اشغالګرو هغه پلانونه ناکامه کړل چې زموږ خلک تسلیم کړي او کډوال یې کړي» او زیاته یې کړه: «دا قربانۍ به هیڅکله بې پایلې پاتې نه شي او موږ به خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شو».
د اعلامیې په پای کې، دې غورځنګ یو ځل بیا «د فلسطین د ولس ملي حقونو ته د بشپړ ژمنتیا، تر هغه چې ازادي، خپلواکي او د خپل برخلیک د ټاکلو حق ترلاسه شي» ټینګار وکړ.