خالد قدومي: اجازه نه ورکوو چې وسله زموږ له لاسونو ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165818-خالد_قدومي_اجازه_نه_ورکوو_چې_وسله_زموږ_له_لاسونو_ووځي
د حماس غورځنګ استازي ویلي، چې د فلسطین خلکو په نړیوالو سازمانونو باندې خپل باور او ایمان له لاسه ورکړی او ټینګار یې وکړ: چي موږ به اجازه ورنه کړو چې وسله زموږ له لاسونو ووځي او موږ خپلې سرې کرښې اعلان کړې، ویلي مو دي چې لارې باید خلاصې شي او صهیونیستي رژیم باید ووځي.
(last modified 2025-10-12T10:15:45+00:00 )
Oct 12, 2025 14:44 Asia/Kabul
  • خالد قدومي: اجازه نه ورکوو چې وسله زموږ له لاسونو ووځي

د حماس غورځنګ استازي ویلي، چې د فلسطین خلکو په نړیوالو سازمانونو باندې خپل باور او ایمان له لاسه ورکړی او ټینګار یې وکړ: چي موږ به اجازه ورنه کړو چې وسله زموږ له لاسونو ووځي او موږ خپلې سرې کرښې اعلان کړې، ویلي مو دي چې لارې باید خلاصې شي او صهیونیستي رژیم باید ووځي.

د حماس استازی خالد قدومي په تهران کې له فلسطیني ماشومانو سره د پیوستون په نړیواله غونډه کې وویل: نن دوه کاله د جهاد او مبارزې او د اقصی طوفان د مقدس عملیاتو او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د تاریخي مبارزې له پیل څخه تېرېږي.

په ایران کې د حماس استازي زیاته کړه: صهیونیستي رژیم ۷۷ کاله زموږ د خلکو پر وړاندې جنایتونه کړي او نن نړۍ په غزه کې د دې رژیم د جنایتونو په اړه پوهه شوې ده.

خالد القدومی د ۳۳ هېوادونو استازو ته په خطاب کې وویل چې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او دوام لري: زموږ د خلکو کړاوونه په غزه کې روان دي. نن د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره باید په واټونو کې پاتې شو او د فلسطین نوم لوړ کړو، فلسطین یوازې یوه جغرافیه نه ده، بلکې یو نړیوال فکر دی چې د مقاومت او حماس خبره کوي. تر هغه چې زموږ ماشومان د ازادۍ او بریا بیرغ پورته کوي، حماس ژوندی دی.

په تهران کې د حماس استازي ټینګار وکړ: مقاومت ګوته په ماشه دی، په میدان کې شتون لري او د خپلې خاورې د وروستي لوېښت تر ازادولو پورې به حضور ولرو.

هغه په دې باندې په ټینګار سره چې صهیونیستي رژیم په نړۍ کې د بې ثباتۍ اصلي لامل دی او نړۍ په دې پوهه شوې، وویل: زموږ اتل خلک په فلسطین او غزه کې سرلوړي ولاړ دي او دا لوی عملیات د یوې سترې حماسې په توګه په یوه وجودي جګړه کې چې د دې اشغالګر رژیم برم یې ماته کړه، ثبت شول.

خالد قدومي د اکتوبر ۷مه د یوم ا... په توګه یاد کړه او وویل: د غزې خلک په ۷ اکتوبر ویاړي، موږ له ۷۶ زرو څخه زیات شهیدان وړاندې کړي چې ۲۰ زره یې ماشومان دي.