د عراق لومړي وزیر: که نتانیاهو راشي زه ځم
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165890-د_عراق_لومړي_وزیر_که_نتانیاهو_راشي_زه_ځم
د عراق لومړي وزیر مصر ته خبر ورکړی چې که نتانیاهو په شرم الشیخ ناسته کې ګډون وکړي، ناسته به پرېږدي.
(last modified 2025-10-14T01:19:52+00:00 )
Oct 14, 2025 05:46 Asia/Kabul
  • د عراق لومړي وزیر: که نتانیاهو راشي زه ځم

د عراق لومړي وزیر مصر ته خبر ورکړی چې که نتانیاهو په شرم الشیخ ناسته کې ګډون وکړي، ناسته به پرېږدي.

د دوشنبې په ورځ ایرنا د عراقي رسنیو له قوله راپور ورکړ، د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السودانی» چې د شرم الشیخ ناستې لپاره مصر ته تللی، کوربه هېواد ته یې خبر ورکړی چې که نتانیاهو په دې ناسته کې ګډون وکړي، له ناستې به ووځي.

په ورته وخت کې د عراق د صدر جریان مشر په شرم الشیخ غونډه کې د دغه هېواد د لومړي وزیر د ګډون په اړه وویل: د عراق لومړي وزیر ګډون د شرم ځای دی؛ شاید د عادي کولو اعلان یا د «دوو دولتونو حل» لاسلیک پیل وي.

مقتدي صدر ټینګار وکړ چې د هغو کسانو لپاره چې د حماس د ملاتړ ادعا لري، شرم آور دی چې لومړي وزیر یې په داسې ناسته کې ګډون وکړي چې شاید نتانیاهو په کې ګډون ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیسټ رژیم تلویزیون پرون سهار اعلان وکړ چې د دې رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو شرم الشیخ ته خپل سفر لغوه کړی دی.

د نتانیاهو دفتر هم اعلان کړی، چې هغه به په یادې ناسته کې ګډون ونه کړي.

په شرم الشیخ ناسته کې د هېوادونو مشران لکه امریکا، فرانسه، المان، ایټالیا، انګلستان، کاناډا، ترکیه، اردن، قطر، سعودي عربستان، اندونیزیا او پاکستان ګډون لري.