په جنوبي سوریه کې د صهیونیسټي رژیم عسکرو نفوذ دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167358-په_جنوبي_سوریه_کې_د_صهیونیسټي_رژیم_عسکرو_نفوذ_دوام_لري
پارس ټوډی-  د اسرائیلو د ګزمې موټر د «الصمدانیه» کلي ته داخل شوی او هلته یې د پلټنې پوسته جوړه کړې ده.
(last modified 2025-11-19T01:41:34+00:00 )
Nov 19, 2025 06:09 Asia/Kabul
  • په جنوبي سوریه کې د صهیونیسټي رژیم عسکرو نفوذ دوام لري

پارس ټوډی-  د اسرائیلو د ګزمې موټر د «الصمدانیه» کلي ته داخل شوی او هلته یې د پلټنې پوسته جوړه کړې ده.

د صهیونیسټي رژیم  اشغالګرې پوځ په جنوبي سوریه کې د اشغالي سیاستونو په دوام، پرون د یوې اسرائیلي ګزمې موټر د قنیطرې په شمالي سیمه کې د «الصمدانیه» کلي ته ننوت او هلته یې د پلټنې پوسته جوړه کړه.

د صهیونیسټي رژیم پوځیانو تر دې وړاندې د قنیطرې ولایت منځنۍ سیمې  باندې هم یرغل کړی او هلته یې هم پوسته جوړه کړې ده.

له دې یوه ورځ مخکې، اسرائیلي اشغالګرو پوځیانو د الصمدانیه الشرقیه کلي او خان ارنبه ښار تر منځ په قنیطره کې هم د پوستې په جوړولو سره پلټنې کولې.

صهیونیسټ اشغالګر لا هم د سوریې په خاوره بریدونه کوي چې دا د ۱۹۷۴ کال د جلا کېدو تړون، نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونوڅخه ښکاره سرغړونه ده.

سوریه دا بریدونه غندي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې بریدونو د مخنیوي لپاره قاطع دریځ ونیسي.