په غزه کې د اوربند راهیسې ۳۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167524-په_غزه_کې_د_اوربند_راهیسې_۳۰۰_فلسطینیان_شهیدان_شوي
پارس ټوډی  ـ د بې پولو ډاکټرانو  موسسې اعلان کړی چې اسرائیلو له اوربند راهیسې په غزه کې له ۳۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان کړي او بشري مرستې لا هم کافي نه دي.
(last modified 2025-11-22T09:00:36+00:00 )
Nov 22, 2025 13:29 Asia/Kabul
  • په غزه کې د اوربند راهیسې ۳۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي

پارس ټوډی  ـ د بې پولو ډاکټرانو  موسسې اعلان کړی چې اسرائیلو له اوربند راهیسې په غزه کې له ۳۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان کړي او بشري مرستې لا هم کافي نه دي.

دې موسسې وویل چې دا د اسرائیل د وروستي تاوتریخوالي څپه ده چې د اکتوبر ۱۱ راهیسې له ۳۰۰ ډېر فلسطینیان پکې شهیدان او له ۷۶۰ ډېر ټپیان شوي دي.

موسسې د غزې په بېلابېلو برخو د اسرائیل هوايي بریدونه وغندل او د ټولو ولسي وګړو، روغتیايي کارکوونکو او روغتونونو ساتنه یې وغوښتله.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي چې اسرائیلو له اکتوبر ۱۱ تر نومبر ۱۹ پورې ۳۹۳ ځله اوربند مات کړی دی.

د تېرو دوو ورځو بریدونو لږ تر لږه ۲۸ کسان شهیدان کړي دي.

موسسې زیاته کړه چې له چهارشنبې راهیسې یې د هغو ښځو او ماشومانو درملنه پیل کړې چې د ګولۍ له امله یې لاس، پښه یا سر ټپي شوی او هډوکي مات دي.