حماس: اسرائیل اوربند د سقوط له خطر سره مخامخوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169404-حماس_اسرائیل_اوربند_د_سقوط_له_خطر_سره_مخامخوي
پارس ټوډی – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په یوه بیانیه کښې د صهیونیسټي دښمن له خوا د اوربند بیابیا خلاف ورزۍ ته به اشارې سره، په غزې تړانګه کښې د اوربند موافقې د ختمیدو په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2026-01-10T04:01:41+00:00 )
Jan 10, 2026 08:30 Asia/Kabul
  • حماس: اسرائیل اوربند د سقوط له خطر سره مخامخوي

پارس ټوډی – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په یوه بیانیه کښې د صهیونیسټي دښمن له خوا د اوربند بیابیا خلاف ورزۍ ته به اشارې سره، په غزې تړانګه کښې د اوربند موافقې د ختمیدو په هکله خبرداری ورکړ.

حماس غورځنګ په یوه خبرپاڼه کښې د اوربند میانځګړو او ضامنو هیوادونو ته ویلي دي، کومې وژلې چې صهیونیسټي رژیم په چټي پلمو ترسره کوي، اوربند د ماتیدو له خطر سره مخامخوي.

په غزې تړانګه کښې د حکومتي رسنیو دفتر بیګا په رپورټ کښې د صهیونیسټي رژیم له خوا، یو زر او ۱۹۳ ځلې د اوربند د خلاف ورزۍ خبر ورکړ او زیاته یې کړه: په تیرو ۹۰ ورځو کښې د غزې په تړانګه کښې هستوګن ۴۹۴ وګړي د صهیونیسټي دښمن له خوا د اوربند د خلاف ورزۍ له امله شهیدان شوي دي.

رپورټ زیاتوي: په تیرو ۹۰ ورځو کښې د اوربند له ټینګښت وروسته د مرستو یوازې ۲۳ زره او ۱۹ لارۍ غزې ته داخلې شوې دي حال دا چې په دغه موده کښې باید ۵۴ زره په مرستو بار لارۍ او ټرکونه د غزې تړانګې ته راغلې وای.