نبیه بري: د واشنګټن موافقه تحمیلي ده
-
د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بري
پارس ټوډی- د لبنان د پارلیمان مشر په واشنګټن کښې په لاسلیک شوې موافقې باندې په سختې نیوکې سره، هغه یوه تپل شوې او تحمیلي موافقه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه موافقه به اجرا نه شي.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، نبیه بري له «الاخبار» ورځپاڼې سره په مرکه کښې د واشنګټن په مینځګړیتوب د بیروت او تل ابیب موافقه «ډیکټی او تپل» وبلل او ویې ویله چې دغه موافقه، د ۱۹۸۳ کال د مۍ د اوولسمې نیټې له موافقې هم ډیره بده ده.
نبیه بري همداشان په سړکونو باندې له هر ډول غبرګون یا تحرک څخه د ډډه کولو غوښتنه وکړه ځکه چې ممکنه ده د ګډوډي او کورنۍ شخړې په لور د هیواد د ټیل وهلو لپاره ترې ناوړه استفاده وشي.
ښاغلي بري په دوام کښې ټینګار وکړ چې د دې موافقې ترټولو خطرناکه برخه یوازې د هغې تر سیاسي محتوا نه محدودیږي بلکې کورنیو اختلافاتو ته د لمن وهلو او له یو بل سره جنګیدو ته د لبنانیانو د راپارولو په احتمالي پایلو پورې اړونده ده او دا هغه موضوع ده چې له هر لوري نه زیاته، د صهیونیسټي رژيم په خدمت کښې راځي.
هغه ټینګار وکړ: دغه موافقه به مخته لاړه نه شي او اجرا به نه شي. په دې توګه په یوازې سر د اجرا وړ نه ده.