د یمن د وسلهوالو ځواکونو سعوديانو ته خبرداری ورکړ
Jul 04, 2026 06:08 Asia/Kabul
پارس ټوډې- د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوې اعلامیې کې د سعودي عربستان د پوځي الوتکو له خوا د یوې ایراني مسافر وړونکې الوتکې د کېناستلو د مخنیوي هڅې ته په اشارې سره، سعودي دښمن ته د دغو هڅو د تکرار په اړه خبرداری ورکړ.
پارس ټوډې :د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوې اعلامیې کې د صنعا په هوايي ډګر کې د ۲۰۰ مسافرو د لېږدونکې ایراني مسافر وړونکې الوتکې د کېناستلو د مخنیوي لپاره د سعودي جنګي الوتکو د هڅې د ناکامۍ اعلانولو سره، ریاض ته خبرداری ورکړ چې د هوايي حریم دخلاف ورزۍ هر ډول تکرار ته به په وچه او سمندر کې د دغه هېواد پر حیاتي ګټو د برید له لارې ځواب ورکړل شي.
ټیګونه