د یمن د وسله‌والو ځواکونو سعوديانو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i174844-د_یمن_د_وسله_والو_ځواکونو_سعوديانو_ته_خبرداری_ورکړ
پارس ټوډې- د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوې اعلامیې کې د سعودي عربستان د پوځي الوتکو له خوا د یوې ایراني مسافر وړونکې الوتکې د کېناستلو د مخنیوي هڅې ته په اشارې سره، سعودي دښمن ته د دغو هڅو د تکرار په اړه خبرداری ورکړ.
(last modified 2026-07-04T01:40:15+00:00 )
Jul 04, 2026 06:08 Asia/Kabul
  • د یمن د وسله‌والو ځواکونو سعوديانو ته  خبرداری ورکړ

پارس ټوډې- د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوې اعلامیې کې د سعودي عربستان د پوځي الوتکو له خوا د یوې ایراني مسافر وړونکې الوتکې د کېناستلو د مخنیوي هڅې ته په اشارې سره، سعودي دښمن ته د دغو هڅو د تکرار په اړه خبرداری ورکړ.

پارس ټوډې :د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوې اعلامیې کې د صنعا په هوايي ډګر کې د ۲۰۰ مسافرو د لېږدونکې ایراني مسافر وړونکې الوتکې د کېناستلو د مخنیوي لپاره د سعودي جنګي الوتکو د هڅې د ناکامۍ اعلانولو سره، ریاض ته خبرداری ورکړ چې د هوايي حریم دخلاف ورزۍ هر ډول تکرار ته به په وچه او سمندر کې د دغه هېواد پر حیاتي ګټو د برید له لارې ځواب ورکړل شي.