د سعودي تیریګروپر ضد د یمنیانو نوي معادله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i175186-د_سعودي_تیریګروپر_ضد_د_یمنیانو_نوي_معادله
پارس تودی – صنعا د «سترګې په مقابل کې سترګې» تر نوي معادلې لاندې نړیوالو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې د عربستان له هوايي فضا تېر نه شي.
(last modified 2026-07-15T07:53:43+00:00 )
Jul 15, 2026 12:22 Asia/Kabul
  • د سعودي تیریګروپر ضد د یمنیانو نوي معادله

پارس تودی – صنعا د «سترګې په مقابل کې سترګې» تر نوي معادلې لاندې نړیوالو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې د عربستان له هوايي فضا تېر نه شي.

د پارس تودی د راپور له مخې د یمن وسله والو ځواکونو ټولو هوايي شرکتونو ته سخت خبرداری ورکړی چې د عربستان په هوايي فضا کې الوتنې ونه کړي.

دغو ځواکونو ټینګار کړی چې نړیوال شرکتونه باید «تر هغه چې د صنعا نړیوال هوايي ډګر بندیز نه وي لرې شوی، دا خبرداري جدي وګڼي». په دې سره صنعا د «هوايي ډګر په مقابل کې هوايي ډګر او بندیز په مقابل کې بندیز» معادله عملي کړې ده.

صنعا په دې اعلامیه کې د یمن د بندیز د ماتولو پر خپل هوډ ټینګار کړی او د جګړې په صورت کې یې د عربستان هوايي ډګرونو ته د برید پر پراخولو سره ګواښ کړی او ویلي یې دي چې د صنعا هوايي ډګر کلونه کلونه تړل ساتل، یو «انساني جنایت » دی چې میلیونونه ملکي وګړي ترې اغېزمن شوي دي.

 

دا خبرداری له هغې وروسته صادر شو چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع،د عربستان په ژورو کې د ابها نړیوال هوايي ډګر پر ضدد بالستیکو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید اعلان کړ.

هغه ټینګار وکړ چې دا عملیات په بریالیتوب سره خپلو ټولو اهدافو ته رسېدلي او د صنعا نړیوال هوايي ډګر پر وړاندې د تیري په ځواب کې د لومړي پیغام په توګه ګڼل کېږي؛ هغه زیاته کړه که د یمن هوايي ډګرونو بندیز دوام وکړي، د ځواب ورکولو بهیر به پراخ شي.