عرب شناند:
د امریکا تر ټولو د لویې ماتې شېبه پیله شوې ده
-
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ
پارس تودی- عرب شناند په سیمه کې د امریکا فوځې اډو ته د ایران د سختو توغندوي او بې پیلوټو الوتکو بریدونو او د ټرمپ لالهانده کېدو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: راتلونکې ورځې ډېرې مهمې دي او ممکنه ده چي په سره سمندر، عرب سمندر او هرمز تنګی اوبلاره کې د امریکا تر ټولو د سترې ماتې شېبیه پیله شوې وي.
د پارس تودی له راپور سره سم، عرب شنونکي عبدالباري عطوان په «رأی الیوم» ورځپاڼه کې د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه د یوه مطلب په ترڅ کې لیکلي: کله چې عربي او اسلامي منځګړي د دوبې د موسم د لنډ خوب وروسته له خپلو ماڼیو څخه راووځي او د امریکا د پوځ له لوري له ایران سره د اوربند او تفاهملیک د نقض کېدو په موضوع باندې پوهیږي، هیڅ یو یې د غندلو جرات نه کوي، نو په لومړي نظر کې داسي ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماتې احساس کوي، د دغې ماتې له اوسنیو او راتلونکو پایلو څخه کړېږي، او د زیانونو او تلفاتو د کمولو لپاره د چټکو لارو په لټه کې دی.
د بې پیلوټو الوتکو او توغندیو بریدونه د ټرمپ لویه وېره
هغه په دوام کې لیکلي: تر ټولو لوی وحشت چې په تېرو درېیو ورځو کې یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ اندېښمن کړی او دې ته یې اړ کړی چې د وړاندیز شوي لس ورځني اوربند د تعقیب لپاره بېړني اقدامات وکړي، په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران د پرمختللو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه دي.
د هغه په وینا، دغو بریدونو د جګړې له پیل څخه د پنځو میاشو وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکايي ځواکونو تلفات څرګند کړل، او امریکا په رسمي ډول د دریو سرتېرو د وژل کېدو او د لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر پخلی کړی دی.
د امریکایي فوځیانو تابوت به ټرمپ نسکور کړي
عطوان زیاته کړه: نه د امریکا کانګرس او نه هم سنا کولای شي د امریکا ولسمشران، په ځانګړي ډول ډونالډ ټرمپ، له واکه لرې کړي؛ بلکې یوازې د وژل شویو امریکايي سرتېرو تابوتونه دا کار کولای شي. همدا وضعیت پخوا د ویتنام د جګړې پر مهال د هغه وخت د امریکا د ولسمشر لېنډن جانسن او د افغانستان د جګړې په تړاو د هغه وخت د ولسمشر جو بایډن لپاره هم رامنځته شوی و. د ایران او د هرمز تنګي د اوسنیو تحولاتو ټولې نښې دا څرګندوي چې کېدای شي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دریم کس وي چي د یادو شویو مخکنیو ولسمشرانو له برخلیک سره مخامخیږي.
په اردن کې د امریکا هوایي دفاع سیسټمونو ته د ایران د توغندیو او د بې پیلوټو الوتکو نفوذ صهیونیستان یې وېرولي دي
عطوان لیکلي: د ایران د سپاه پاسداران له خوا پر اردن د څه باندې ۵۰ توغندیو او بېپیلوټه الوتکو برید، او د امریکا له هوايي دفاعي سیستمونو په تېرېدو په اهدافو باندې په ویشتلو کې د دغو توغندیو بریاليتوب، د اسرائیلیانو، په ځانګړي ډول د دغه رژیم د پوځیانو ترمنځ، وېره خپره کړې ده.دا توغندي چي د امریکا له توغندیزو دفاعي سیستمونو څخه تېرېدایشي، چې ظاهراً د نړۍ تر ټولو ځواکمن او پرمختللي سیستمونه ګڼل کېږي، نو د اسرائیلو د ورته دفاعي سیستمونو کې هم د نفوذ وړتیا لري.
دې ټکې ته پاملرنه ډېره مهمه ده چي په الازرق او یا په عقبه کې امریکایي اډې یوازې لسګونه کیلومټره په نقب کې له ډیمونا ایټمي سایټ او له حیفا، تل ابیب، عسقلان او صفد څخه فاصله لري.
برخلیک ټاکونکې ورځې را روانې دي
دغه شناند په پای کې ولیکل: راتلونکې ورځې ډېرې مهمې او برخلیک ټاکونکې دي او ممکنه ده په هرمز تنګی، عرب سمندر او سره سمندر کې د امریکا تر ټولو د لویې ماتې سریزه وي. ښايي د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان هغه څرګندونه، چې ویلي یې دي امام سید مجتبی خامنهای خپل پوځي قوماندانۍ ته د اوسني «نه سوله او نه جګړه» وضعیت د ژر پای ته رسولو لارښوونه کړې، د دې حالت د بدلون لپاره تر ټولو پیاوړې او مهمه تضمین وي.