د سعودي-اماراتي مزدورانو پر مورچلو د یمني ځواکونو بریدونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177500-د_سعودي_اماراتي_مزدورانو_پر_مورچلو_د_یمني_ځواکونو_بریدونه
پارس تودی- سیمه‌ییزو سرچینو د یمن د وسله‌والو ځواکونو له لوري د سعودي-اماراتي ائتلاف له اړوندو ځواکونو د راټولېدو پر ځایونو د څو توغندیو او بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-09-01T07:15:13+00:00 )
Sep 01, 2026 11:44 Asia/Kabul
  • د سعودي-اماراتي مزدورانو پر مورچلو د یمني ځواکونو بریدونه

پارس تودی- سیمه‌ییزو سرچینو د یمن د وسله‌والو ځواکونو له لوري د سعودي-اماراتي ائتلاف له اړوندو ځواکونو د راټولېدو پر ځایونو د څو توغندیو او بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو خبر ورکړی دی.

د پارس تودی له راپور سره سم، په یمن کې میداني سرچینو د سه‌شنبې په سهار اعلان وکړ چې د یمن وسله‌والو ځواکونو د الحدیده ولایت د الخوخه سیمې او د تعز ولایت د ستراتیژیک المخا په بندر کې د سعودي مزدورو ځواکونو پر مورچلو او د هغوی د راټولېدو پر ځایونو څو توغندي توغولي دي.

باخبره سرچینو د دغو بریدونو دوام ته په اشارې سره ویلي چې د یمني ځواکونو عملیات د بالستیکو توغندیو او بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، د یمن په لوېدیځه ساحلي سیمه کې د سعودي-اماراتي ائتلاف اړوندو ځواکونو په کمپونو کې ګڼې چاودنې ثبت شوې دي.