قطر اوعربستان دسورئې دترهه ګرو ملاتړ کوی
دترهه ګرو لپاره اوس په سورئې کې دقطر اوعربستان وسلې اوتجهیزات هم کارندوالی نه لری ځکه پرله پسې ماتو ئې حوسله خرابه کړې ده
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د انګلستان فا ئنینشل ټایمز ورځپاڼې پخپل یوه وروستی راپور کې په سورئې کې له ترهه ګرو سر ه د عربستان اوقطر له پلوه ملاتړونو پرده پورته کړې او لیکلی ئې دی ، په حلب کې دسورئې دپوځ پر مورچو دترهه ګرو وروستۍ حملې ممکنه ده دهغو بهرنیو ملاتړونو له امله ډیره سخته وی چې خیال ئې کیږی ، ځکه دغه هیو ادونه یعنی قطر او عربستان اوځینی نورو لودیځی هیوادونو دترهه ګرو لپاره ډیرې زیاتې وسلې اوتجهیزات ورلیږلی دی .
راپورښئ یوه سوریا وال چې ترکیې اوسورئې ته تګ راتګ کوی ، وئیلی دی ، په پولې کې ئې له سترو وسلو ډکې هغه په لسګونو ګاډی ګڼلی چې له ترکیې دسورئې په لور روانې وې او دا له تیرو څو اونیو راهسې هره ورځ دومره ګاډی ځی چې په ځینو ګاډو پسې سترې توپې هم تړلی وی
په عین حال کې ترهه ګر هم وائی دغه مرستې له مینځنی ختیّځه دعربستان او قطر پشمول دهغوی د سیمه ایزو ملاتړ هیوادنو له خوا دترکیې دپولې له لارې سورئې کې دهغوی مرکزونو ته رسول کیږی
په راپورکې ویل شوی دی یو ې لودیځی سرچینې په دې باب ویلی دی ، امریکا له هغه څه چې په پیښیدو وو ، اطلاع درلوده او پر دې موضوع ئې سترګې پټې کړی څو پر روسیې اوایران دباؤنه زیات کړی .
دغې خپرونې په خپل راپور کې زیاته کړې ، دسورئې حلب ښار دترهه ګرو لپاره پاتې ستر ښار او وروستی مرکز شمیر ل کیږی او که ترهه ګر دغه ستر ښآر هم له لاسه ورکړی ، نو بیا به ئې په کلو کې کوم ستر مرکز جوړ شی .