صهیونېسټانو یو ځل بیا په مسجدالاقصی حمله وکړه
د صهیونېسټو ځواکونو او تندلارو یهودیانو په فلسطینی زمکو باندې د تېریو په دوام کښې یو ځل بیا په مسجدالاقصی حمله وکړه
د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې تندلارو یهودیانو نن سهار په څو ډلو کښې د صهیونېسټو خاصو او پولیسو ځواکونو په ملاتړ سره د مسجدالاقصی د بېحرمتۍ اقدام وکړ. په همدې حال کښې فلسطینیانو په مسجدالاقصی باندې د صهیونېسټانو په تیری باندې په اعتراض کښې د مسجدالاقصی جومات د دروازو په وړاندې غونډه جوړه کړه. تندلاری یهودیان هره ورځ ترسخت امنیتی ملاتړ لاندې د مسجدالاقصی د بې حرمتۍاقدام کوی او په دې وروستیو کښې هم د یهودیانو د اخترونو په بهانه یې په دغه مبارک او مقدس جومات باندې تیری زیات کړی دی او هره ورځ په سلګونو صهیونېسټان دغه ځاے ته داخلیږی. همدارنګ د نبا خبری سائیټ په نقل سره د قدس خبری اژانس د رپوټ له مخې صهیونېسټو فوځیانو بېګا د رام ا... په دیر جریر سیمه باندې په حملې سره د فلسطینی ځوانانو لوری ته غږیز او اوښکی بیوونکی بمونه وروغورول . ځوانانو هم په کاڼو او اور لګوونکو بوتلونو سره د هغوی مقابله وکړه چې له امله یې دوه صهیونېسټ فوځیان ژوبل شول.