دصهونیسټ رژیم جنګی الوتکو دسورئې په هوائی ډګر حمله کړې
Jan 13, 2017 02:33 Asia/Kabul
العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړی د سورئې دمشق په هوائی ډګر دصهونیسټ رژیم د دجنګلی الوتکو په حملې پسې په درست دمشق کې د دغې حملې له امله دچاودنو غږونه واوریدل شول . همداوس ایمبولانسونه ، اوور وژنې ګاډی او مرستندویه ګاډی د دمشق دهوائی ډګر په لور په حرکت کې دی .
دسورئې دبحران له پیلیدو راهسې دڅوم ځل دی چې د صونیسټ رژیم وحشی پوځ دترهه ګرو په ملاتړ سره ، د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو :ې دسورئې دپوځ پر مورچلو او مرکزونو حملې کوی .
دسورئې دولسمشر بشار اسد په وینا ، ددغه هیواد په بحران کې صهونیسټ رژیم په تیره بیا د دغه رژیم پوځ دترهه ګرو دهوائی ځواک رول لوبوی .
ټیګونه